ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زورواکو د پل علم ښار شنې ساحې غصب کړې دي

زورواکو د پل علم ښار شنې ساحې غصب کړې دي

author avatar
5 Mar 2015 - 14:38
زورواکو د پل علم ښار شنې ساحې غصب کړې دي
author avatar
5 Mar 2015 - 14:38

پل علم (پژواک، ١٤ کب ٩٣): د لوګر د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي چې د پل علم ښار اړوند په څو سيمو کې د دې ادارې ځمکې د ځينو زورواکو له خوا غصب شوې دي.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ رييس همايون عمر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيمې د ښار د ښکلا لپاره ځانګړې شوې وې، خو يو شمېر کسانو په کې پر خپل سر کورونه جوړ کړي دي.

د عمر د معلوماتو له مخې، پر دې لسګونه جريبه ځمکه چې د پل علم ښار لوېديځ لور ته د غره په لمنه کې پرته ده، د کرنې او مالدارۍ رياست د ميليونونو افغانيو په لګښت نيالګي کېنولي وو، تر څو د ښار د ښکلا لامل شي، خو اوس زورواکو غصب کړې ده.

هغه د غاصبينو نوم ياد نه کړ او يواځې يې دومره وويل چې له موکې په ګټه اخيستو يې دا ځمکه پر نومرو وېشلې ده او په ځينو سيمو کې خو يې ان دېوالونه هم راچاپېر کړي دي.

عمر وايي چې د يوه رسمي مکتوب له لارې يې د ولايت مقام او امنيتي ادارې له موضوع خبر کړي او که چېري د دغه کار مخه ونه نيول شي، نو لرې به نه وي چې نورې ساحې هم د زورواکو له خوا غصب شي.

د کرنې او مالدارۍ رييس زياته کړه: “زه نه پوهېږم چې دغو کسانو د چا پر مټ او مرسته په دې کار لاس پورې کړى دى؛ ځکه دا کومه لرې ساحه نه ده، بلکې د ولايت مقام او نورو دولتي ادارو ته په ډېر نږدې واټن پرته ده او د ورځې په رڼا کې پرې ساختماني کارونه جريان لري.”

هغه وويل چې په دې وروستيو دوو مياشتو کې په دې ساحه کې تر ٢٠٠ زياتې د استوګنې نومرې پر خلکو خرڅ شوې دي.

د پل علم ښاروال هم مني چې دا ځمکه د ښار شنه ساحه ده، غصب شوې ا و پر ځينو خو ان ودانيزې چارې هم پيل شوې دي.

ښاروال احمدخان الفت پژواک ته وويل چې د ښار په منځ کې چې هره ابادي له ماسټر پلان سره په مخالف ترسره کېږي، هغه غيرقانوني او دوى ته د منلو وړ نه ده.

الفت زياته کړه: “غصب شوې ځمکې د ښار شنه ساحه ده او پر دې ځمکه کېنول شوي نيالګي په خپلسري توګه پرې شوې دي… ښاروالي په دې تړاو لاس تر زنې ناسته نه ده، موږ ورته يو کمېسيون ټاکلى او څېړنې يې پيل کړې دي.”

د پل علم ښار اوسېدونکي بيا پر حکومت نيوکه کوي چې په ښار دننه د ځمکو د غصب مخه نه شي نيولى، نو څنګه به په ولسواليو او لرو پرتو سيمو کې د حکومت ملکيتونه خوندي کړي او يا هم د هغو خلکو ستونزې هوارې کړي چې له ورته ستونزو سره مخ دي.

د پل علم ښار اوسېدونکى شېراحمد وايي، دا ځمکې چې دولت د شنو ساحو لپاره په پام کې نيولې وې، د پيسو په بدل کې پلورل کېږي او هره نومره يې په ٥٠٠٠ امريکايي ډالر خرڅه شوې ده.

شېراحمد د لوګر د سرپرست والي نيازمحمد اميري د کورنۍ پر يوه غړي تور پورې کړ چې د دغو ځمکو په خرڅولو کې مستقيم لاس لري. “که څوک غواړي چې په دې ساحه کې نومره واخلي نو بايد له شريف الله (د والي وراره) سره وويني، هغه ته په کې خپلې پيسې ورکړي، که نه نو هېڅوک به د دې جرئت ونه کړي چې هغه طرف ته ورشي.”

څو ځلې مو هڅه وکړه چې په دې اړه د والي نيازمحمد اميري نظر واخلو، خو هغه په دې اړه خبرو ته حاضر نه شو.

د يادونې ده چې تردې پخوا هم د ښاروال او ولايت په مرسته د ښار شنې ساحې پر ځينو کسانو باندې پر لوړ قيمت خرڅې شوې چې وروسته خلکو د دغه کار پر ضد لاريون وکړ.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.