ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښځينه سيمه ييزه پوليسه: د ملي اردو له لوري پرېښې سيمې مې له طالبانو وساتلې

ښځينه سيمه ييزه پوليسه: د ملي اردو له لوري پرېښې سيمې مې له طالبانو وساتلې

author avatar
6 Mar 2015 - 09:45
ښځينه سيمه ييزه پوليسه: د ملي اردو له لوري پرېښې سيمې مې له طالبانو وساتلې
author avatar
6 Mar 2015 - 09:45

لښکرګاه (پژواک ۱۵ کب ۹۳): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې يوه سيمه ييزه ښځينه پوليسه وايي، د سيستاني پر سيمه د وسله والو طالبانو له بريد سره سم د ملي اردو سر تېرو سيمه ور پرېښوده، خو دې وکولى شواى چې له مخالفينو يې وساتي.

فيروزه، چې په حجاڼۍ شهرت لري، د مارجې ولسوالۍ په سيستاني سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندانه ده، پژواک خبري اژانس ته نن يې وويل، چې درې ورځې وړاندې (د کب ١٢مه) يې پر سيمې لسګونو وسله والو طالبانو ډ‌له ييز بريدونه پيل کړل، چې پرمهال يې د ملي اردو د يوې قرارګاه او پوستې سرتېري وتښتېدل.

د دې په وينا، له ځينو سيمو د ملي پوليسو پوستې هم په شا شوې، خو دې له خپلو ۱۳ پوليسو او د کورنيو له غړو سره يو ځاى ملا وتړله او له بريدکوونکو سره يې د شپې له پيله تر سهاره مقامت وکړ، تر هغو چې د دې ولايت امنيه قوماندان له سنګين څخه ورته راغى او تازه ځواک يې ورته ورساوه.

حجاڼۍ وايي: ((ملي اردو سرتېرو ته خپله ورغله چې سيمې ته طالبان راغلي، څه ډول يې مخنيوى کوي؛ د ملي اردو مسوولينو په ځواب کې راته وويل، عمليات يې په وړاندې پيلوي، خو کله چې خبره شوه، خپله قرارګاه او پوستې يې طالبانو ته پريښې وې.))

فيروزې زياته کړه، په يادو ۱۳ تنو اوس هم درې امنيتي پوستې ساتي، په داسې حال کې چې په تېرو څو کلونو کې يې د خپل زوى په ګډون ۲۵  سيمه ييز پوليس له لاسه ورکړي دي او له يادو پوليسو سربېره يې د کورنۍ ټول غړي وسلې لري او د اړتيا پرمهال په جګړه کې برخه اخلي.

دې غوښتنه وکړه، چې د ملي پوليسو په څېر دې موټر، تېل او وسلې ورکړل شي، بيا به دوى له هېڅ ډول ګواښ سره مخ نه شي او نه به هم طالبان د دوى سيمې ته د راتلو زړه ښه کړي.

دغه راز د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملا خېل هم د يادې مېرمنې د مقامت او د امنيت په ټينګښت کې د هغې ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د سيستاني په وروستي بريد کې حجاڼۍ بيا له ځانه وړتيا وښوده، ټول سيستاني ونيول شو، خو حجاڼۍ مقامت وکړ، تر هغه چې مرسته ورته ورسېده.

د هغه په خبره، وسله والو د افغان سرتېرو له بوختيا څخه ګټه پورته کړه او په سيستاني يې براخ بريدونه تر سره کړي، چې د يوې ورځې لپاره يې ځينې سيمې لاندې کړې، خو بيا هم د سيمه ييزو پوليسو ښځينه قوماندانې فيروزې خپله سيمه وساتله او په همدې دوام ټولې له لاسه وتلې سيمې بېرته د يوې ورځې په اوږ دو کې زموږ تر واک لاندې راوستل شوې.

دى زياتوي، د سيستاني په جګړه کې ۲۶ وسله وال طالبان ووژل شول، ۲۴ طالبان او درې پوليس ټپيان شول او سيمه په بشپړه توګه له مخالفينو پاکه شوه، چې د دوامداره امنيت ساتلو په موخه يې په دې سيمه کې خپل پلانونه پيل کړي دي.

امينه قوماندان وويل، يادې ښځينه پوليسو ته به ټول امکانات په واک کې ورکړل شي، څو په راتلونکي کې په ډاډه زړه له سيمې دفاع وکړي او هغه پنځه زره کورنۍ چې په ياده سيمه کې اوسېږي، په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

هغه زياته کړه، د سيستاني په عملياتو او يا هم د امنيت په ټينګښت کې اوسمهال يواځې پوليس ونډه لري، ملي اردو برخه نه لري؛ خو زياته يې کړه چې په ذوالفقار عملياتو کې د ټولو امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږي شته، په سنګين کې يې د ولسوالۍ د سوېلي خوا امنيت ټينګ کړى دى.

نوموړي وويل، د دې سيمې له امنيت ټينګېدو سره يې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين هم پيل کړى، چې تر هغو به دوام وکړي، څو په سيستاني سيمه کې کرل شوي کوکنار ټول له منځه نه وي تللي.

د ده په وينا، هغه کورونه يې هم په ياده سيمه کې ټول تخريب کړي دي، چې په ناقانونه ډول په دښتو او دولتي ځمکو کې جوړ شوي او د دولت په وړاندې طالبانو د سنګر په توګه کارول.

پژواک هڅه وکړه، چې په سيستاني کې له ځايي اوسېدونکو سره خبرې وکړي، خو دا چې په سيمه کې تازه جګړه تېره شوې وه، د خلکو څرک نه تر سترګو کېده؛ بل خوا د ملي اردو له مسوولينو سره هم د دې په اړه، چې ولې يې د سيستاني سيمه پرېښوده، په خبرو کولو ونه توانېد.

د يادولو ده، چې کابو شل ورځې وړاندې (د سلواغې ٢٦مه) په هلمند کې د ذوالفقار په نامه پراخ چاڼيز عمليات پيل شوي، چې مشري يې ملي اردو کوي، خو په سيستاني سيمه کې د جګړې په ډېرېدو سره د عملياتو او مقامت واک ملي پوليسو ته سپارل شوى دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.