کابل (پژواک،١٩ کب ٩٣): افغان ولسمشر له هالنډې چارواکو سره د ليدنې پر مهال وويل چې د جګړې نوې بڼې د سيمې او نړۍ په کچه نوي ګواښونه رامنځته کړي او بايد د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.
د ولسمشر د وياند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د هالنډ د شاهي هېواد د بهرنیو چارو له وزیر البرټ کویندرس او د دغه هېواد د دفاع له وزیر سره نن له غرمې مخکې په ارګ کې وکتل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني په دې کتنه کې له ترهګرۍ سره پرګډې مبارزې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې تروریزم اوس په یو سیستم بدل شوی او له دغې منفي پدیدې سره د موثرې مبارزې لپاره پر دې سيستم پوهېدو ته اړتيا ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: ” د افغانستان جمهور رئیس څرګنده کړه چې د جګړې بڼې بدلون موندلی او د سیمې او نړۍ په کچه یې نوي خطرونه رامنځته کړي دي، د دغو خطرونو د مخنیوي لپاره د سیمې او نړۍ په کچه ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.”
په خبرپاڼه کې د جګړې د نوې بڼې په اړه جزييات نشته، خو په افغانستان او ځينې نورو هېوادونو کې د داعش د ډلې فعاليتونو اندېښنې راولاړې کړې دي.
محمداشرف غنی په نننۍ کتنه کې ویلي چې افغانستان په بهرني سياست کې سترې لاسته راوړنې لري او له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره د یوې اجماع د جوړېدو پر سر هوکړې ته رسېدلى، ترڅو د ګواښونو پر وړاندې په ګډ اقدام لاس پورې شي.
دغه راز هغه د انکشافي پروژو پلي کېدل، په ځانګړې توګه له سیندونو څخه ګټوره استفاده د افغانستان د حکومت له لومړیتوبونو څخه بللې او په دې باب یې د هالنډ د بهرنیو چارو او د دفاع وزیرانو ته معلومات ورکړي دي.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې ويلي چې هېواد به یې له افغانستان سره له سیندونو څخه د ګټورې استفادې په برخه کې د خپلې همکارۍ امکانات وڅېړي او وروسته به په دې اړه خپل معلومات له افغانستان سره شریک کړي.
البرټ کویندرس افغانستان د هالنډ نږدې ملګری هېواد بللى او د خپلو اوږدمهالو همکاریو ډاډ یې څرګند کړى دى.
هالنډ په تېرو څو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې يو ميليارد يورو مرسته کړې او ټاکل شوې چې تر ٢٠١٧ ميلادي کال پورې هر کال ٦٠ ميليونه يورو له افغانستان سره مرسته وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن