ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان يوې مدرسې د مسموم شويو زده کوونکو روغتيايي حالت ښه دى

د پروان يوې مدرسې د مسموم شويو زده کوونکو روغتيايي حالت ښه دى

author avatar
10 Mar 2015 - 19:30
د پروان يوې مدرسې د مسموم شويو زده کوونکو روغتيايي حالت ښه دى
author avatar
10 Mar 2015 - 19:30

چاريکار (پژواک ١٩ کب ٩٣): د پروان ولايت په جبل سراج ولسوالۍ کې د يوې دينې مدرسې ټول مسموم شوي زده کوونکي له درملنې وروسته له روغتون رخصت  شوي دي.

په جبل سراج ولسوالۍ کې، د ابوذر غفاري مدرسې ٤٨ زده کوونکي چې له ١٢ څخه تر ٣٠ کلونو پورې عمرونه لري، پرون د غرمې له ډوډۍ وروسته مسموم شوي وو، چې بيا له هغه وروسته د دغه ولايت مرکز چاريکارو کې ولايتي روغتون ته لېږدول شوي و.

د پروان ولايتي روغتون سرطبيب عبدالقاسم سنګين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو ماشومانو له ډلې يې يو شمېر له غرمې وړاندې او پاتې نور يې بيا له غرمې وروسته يوه بجه، له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

هغه وويل، چې دغه ټول ناروغان يې د مسموميت د لامل د تشخيص په موخه معاينه کړي، خو تر اوسه پورې يې نتيجه نه ده څرګنده شوې.

د پروان د ښوونې مشر زلمي شهيد وويل چې د جبل سراج د تاجکان بازار هوټلونه د دغې مدرسې له زده کوونکو سره د ډوډۍ چمتو کولو په برخه کې مرسته کوي.

نوموړي وويل، چې يادو زده کوونکو پرون غرمه د تاجکان له بېلابېلو هوټلونو څخه ښوروا اخيستې وه، چې له خوړلو وروسته يې مسموم کړي دي.

هغه د جزياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې د دغو ماشومانو په مسموميت کې بهرني کړۍ لاس لري او په دې کار سره هڅه کوي، څو دغه مدرسه خپل فعاليت ودروي.

د پروان امنيه قوماندانۍ ويلي چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

د ابوذر غفاري مدرسه ١٦٠٠ زده کوونکي لري او د دغه ولايت د ښوونې رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.