ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرکزي بغلان کې ٢٥ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

مرکزي بغلان کې ٢٥ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 Mar 2015 - 11:44
مرکزي بغلان کې ٢٥ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 Mar 2015 - 11:44

پلخمري(پژواک، ١٩ کب٩٣): د ملي اردو چارواکي وايي چې د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په چاڼيزو عملياتو کې ٢٥ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د درېيم کنډک قوماندان ډګرمن ضياء الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره ورځ سهار د وسله والو مخالفينو پرضد پيل شوي وو او تر اوسه( نن سهار) هم دوام لري.

 هغه زياته کړه چې د ملي اردو، سيمه ييزو، ملي اوعامه نظم پوليسو په ګډو عملياتو کې شاوخوا ١٥ مخالف وسله وال وژل شوي، لس نور ټپيان  شوي او دوه نور نيول شوي دي.

دغه قوماندان وويل چې د عملياتو موخه يې له همت خېل، شاهي خېل، منګلو، مغلو او انارخېلو سيمو څخه د وسله والو مخالفينو اېستل وو چې په اوږدو کې يې د ملي اردو دوه سرتېري او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو بل  ټپي شوى دى.

 خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٦ دولتي ځواکونه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هغه د انټرنټ له لارې پژواک خبري اژانس ته په استولي پيغام کې ويلي چې په وژل شوو کې د بازګل شاهي په نوم د اربکيانو يو قوماندان هم شامل دى.

 مجاهد د درېيو طالبانو د وژل کېدو او د پنځو نورو د ټپي کېدو پخلى وکړ.

د يادونې ده چې تېره اوونۍ په حسنک مشهور ملا حسن چې د ملکي وګړو او د بغلان-کندوز پر لويه لاره د سوداګرو په تښتونه او وژنه تورن و، د مرکزي بغلان په انارخيل سيمه کې د پوليسو په يوه کمين کې ووژل شو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.