ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حمزه “بابا” ۲۱ تلين ياد غونډه او سيمينار ترسره شو

د حمزه “بابا” ۲۱ تلين ياد غونډه او سيمينار ترسره شو

author avatar
11 Mar 2015 - 14:58
د حمزه “بابا” ۲۱ تلين ياد غونډه او سيمينار ترسره شو
author avatar
11 Mar 2015 - 14:58

جلال اباد ( پژواک،۲۰ کب ۹۳): په ننګرهار  ولايت کې د نوميالي شاعر او د غزل د بابا امير حمزه شينواري  ۲۱ تلين يادغونډه او سيمينار ترسره شو.

امير حمزه  “بابا” په ۱۹۰۷ زيږديز کال کې خيبر پښتونخوا د لنډي کوتل د خوږه خېل په کلي کې د ملک ميرباز خان په کور کې زېږېدلی او ۲۱ کاله مخکې په ۱۹۹۴ کې يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.

د نوموړي په ياد دا سيمينار د ننګرهار د اصلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري رابلل شوی و،  چې د بېلابېلو ولايتونو لسګونه فرهنګيانو په کې برخه لرله.

د اصلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم د ياد  سيمينار په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې رياست کې يې دا ياد غونډه او سيمينار د حمزه بابا د شخصيت، فلسفې،ادبي سبک او هنر  د پېژندنې په موخه رابللی دی.

هغه زياته کړه: (( حمزه بابا د پښتو ژبې نوميالي، تصوفي شاعر او ليکوال دی، پښتو ادب ته يې ډېر کار کړی او موږ يې د ياودنې په دود دا سيمينار رابللی دی.))

ددى په وينا، په دې سيمينار کې د کابل او ننګرهار پوهنتونونو استادانو او فرهنګيانو د ده د شخصيت په تړاو مقالې او کړې څېړنې ولوستې .

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي رييس استاد معروف شاه خان وويل : (( حمزه بابا د پښتو په غزل کې ځانګړی سبک رامنځ ته کړی او له همدې امله يې په خپل ژوندانه د “غزل بابا” لقب ګټلی دی.هغه شاوخوا ۴۰ بېل بېل کتابونه لري او د لومړي ځل لپاره يې د پښتو فلم او ډارامه وليکله ،د ليلا او مجنون ، علاقه غير يې د څو تصويري شوو فلمونو له ډلې څخه دي.))

استاد معروف شاه خان د نوموړي د تلين په نمانځنې خوښي وښوده او يادونه يې وکړه: (( موږ به هڅه وکړو چې  حمزه پېژندنه په درسي نصاب کې شامله کړو.حمزه بابا تر نهم  ټولګي زده کړې کړي  خو په خصوصي ډول يې ډېرې زده کړې لرلې، هغه  له څېړنې او ليکنو داسې ښکارېده لکه   اکاډميسن. ))

نوموړي زياته کړه چې حمزه شينواری د پښتو ژبې نوميالی او صوفي شاعر دی، پښتو شعر او نثر ته يې ډېر کار کړی او بايد د هغه په اړه په ملي او سيمه ييزه کچه سيمينارونه او غونډې جوړې شي.

د ننګرهار د والي مرستيال محمدحنيف ګرديوال په ياده غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست څخه مننه وکړه چې د حمزه بابا د تلين نمانځه يې وکړه.

ګرديوال ويل : (( حمزه شينواری د پښتو ادب ستره هستي وه، د غزل لپاره يې نوې لاره رامنځ او انتخاب کړه، د هغه د فن ساتل د ليکوالو او فرهنګيانو مسووليت دی ځکه هغه ادب ته ډېر خدمت کړی دی.))

د ياد سيمينار په اوږدو کې د ننګرهارپوهنتون  د ځينو  استادانو تر ځنګ يو شمېر ليکوالو د حمزه بابا په فن، شخصيت او کارنامو خبرې وکړې او هغه يې يو ستر نوميالی صوفي شاعر او  ليکوال ياد کړ.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.