ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د سولې عالي شورا اوسمهال په دغه پروسه کې هيڅ مهم رول نه لري”

” د سولې عالي شورا اوسمهال په دغه پروسه کې هيڅ مهم رول نه لري”

author avatar
11 Mar 2015 - 19:27
” د سولې عالي شورا اوسمهال په دغه پروسه کې هيڅ مهم رول نه لري”
author avatar
11 Mar 2015 - 19:27

کابل (پژواک ٢٠ کب ٩٣): د سولې عالي شورا، د هغه څه پر وړاندې چې دغه شورا د سولې په مسايلو کې څنډې ته کش کړل شوې، اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې د يادې لړۍ ټول موضوعات پخپله د ولسمشر له لوري پر مخ وړل کېږي، خو حکومت بيا دغه موضوع ردوي.

د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عبدالحکيم مجاهد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکې کې ويلي چې د سولې ټول مسايل د ولسمشر له لوري پر مخ وړل کېږي او د سولې شورا ته اوسمهال په دغه لړۍ کې هيڅ رول نه دى ورکړى شوى.

هغه زياته کړه: ” تر اوسه پورې واک له ولسمشر سره دى، د سولې عالي شورا پکې کوم مهم رول نه لري.”

د سولې عالي شورا د ياد غړي په وينا، ولسمشر پرېکړه کړې  چې د دغې شورا د کميت او کيفيت د جوړښت په اړه له سره غور وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل: ” د سولې عالي شورا يو لړ پروګرامونه او وړانديزونه لري، خو د سولې پروسه تر اوسه پورې د ولسمشر په لاس کې ده، موږ خپل پروګرامونه او راپورونه ولسمشر ته وړاندې کړي او تر هغه پورې چې د سولې عالي شورا نوى جوړښت نه وي رامنځته شوى؛ موږ څه نه شو ويلي.”

مولوي مجاهد، ولسمشر ته د دغې شورا د وړاندې شويو وړانديزونو په اړه معلومات ورنکړل.

هغه دغه راز څرګنده کړه، چې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې لړۍ په اړه نور معلومات هم له ولسمشر سره دي او د سولې عالي شورا له بده مرغه په دغه برخه کې اغېزمن رول نه لري.

خو ولسمشرۍ رياست له وسلوالو مخالفينو سره د سولې لړۍ په اړه د حکومت پر دريځ د ټينګار ترڅنګ وويل، چې د خبرو اترو په پيلېدو سره به د يادې لړۍ ټول معلومات خلکو ته وړاندې شي او له خلکو څخه به هيڅکله هم کومه پټه پرېکړه تر سره نه شي.

د ولسمشر وياند اجمل عابدي پژواک ته وويل: ” تر اوسه پورې له طالبانو سره خبرې نه دي شوې، خو دا خبره چې چا دې څوک حاشيې ته کړي وي، شتون نه لري؛ ولسمشر له ټولو مدني بنسټونو، سياسي ګوندونو، جهادي مشرانو، ځوانانو، د ښځو له ګروپونو او د ټولنې له نورو قشرونو سره په دې اړه خبرې اترې درلودې، له هغوى سره يې مشوره وکړه، د هغوى مشورې راټولې شوې، د يو کېدو په حال کې دي او له مخې به يې ولسمشر پرېکړه وکړي.”

نوموړي، د سولې د عالي شورا د رول په اړه زياته کړه: ” د سولې په پروسه کې د سولې عالي شورا رول څرګند دى، تر اوسه پورې هغه خبرې اترې نه دي پيل شوې، څو د سولې عالي شورا پروسې ته ور داخله شي، کومه دنده او رول چې لري، تر سره دې کړي.”

د ولسمشر وياند زياته کړه، چې د سولې عالي شورا خپل کار ته دوام ورکوي، په دې اړه کومه بله موضوع نه ده مطرح شوې، خو د يادې شورا د کار د اغېزمنتيا لپاره ممکن پرېکړه تر سره شي.

له يوې مودې راهيسې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د خبرو په اړه هڅې پيل شوې، خو تر اوسه پورې کوم لوري د دوى تر منځ خبرې نه دي منلې.

وسلوالو طالبانو هم تېره اونۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سولې په اړه خپاره شوي راپورونه او هلې ځلې رد کړې دي.

د دغو خبرو د پيلولو هڅو، له هغه وروسته زور اخيستى چې د پاکستان لوى درستيز او د دغه هېواد د استخباراتو ادارې مشر تېره مياشت له کابل څخه ليدنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې يوې پاکستانۍ ورځپاڼې ليکلي و، چې ولسمشر غني له طالبانو سره د ملګرو ملتونو سازمان تر څارنې لاندې پټې خبرې پيل کړې دي.

درې ورځې  وړاندې هم د ايکسپرېس په نوم يو بلې پاکستانۍ رسنۍ ليکلي و، چې د افغانستان د سولې په روانه لړۍ کې طالبانو ته د دريو ولايتونو ورکړه او د کابينې ٣٠ سلنه واکونه وړانديز شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.