کابل ( پژواک، ٢٠ کب ٩٣ ) : پاکستان وايي چې دوى په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د ټولو هلو ځلو ملاتړ کوي.
دغه څرګندونې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز په اسلام اباد کې د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو کمېسيون ته کړې دي.
هغه زياته کړه، چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د هر ډول اړيکو او هلو ځلو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د خپل مثبت رول لوبولو ته تيار دي.
نوموړي منلې ده، چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په پيلولو کې يې هېواد مرسته کړې ده، خو د طالبانو او امريکا ترمنځ يې له خبرو اترو څخه ناخبري څرګنده کړه.
د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز په ډاګه کړې، چې په قطر کې د طالبانو دفتر له سره فعاليت پيل کړى دى .
د هغه په وينا، د ياد دفتر تر فعالېدو وروسته د طالبانو پلاوي اسلام اباد ته هم سفر کړى، خو نوموړي په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړي.
بله خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډينيل فيلډمين پرون د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره ليدلي دي.
د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه ويلي، چې په دې ليدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سولې او امنيت هم خبرې وشوې.
سرچينه وايي، چې امريکا د افغانستان په سوله کې د پاکستان د رول ستاينه وکړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن