ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستاني: د ولسي جرګې ټاکنې په خپل وخت نه کېږي

نورستاني: د ولسي جرګې ټاکنې په خپل وخت نه کېږي

author avatar
11 Mar 2015 - 16:44
نورستاني: د ولسي جرګې ټاکنې په خپل وخت نه کېږي
author avatar
11 Mar 2015 - 16:44

کابل(پژواک٢٠کب٩٣): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر وايي، حکومت د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره پياوړې اراده نه لري او دغه ټاکنې د مالي ستونزو له امله ځنډېږي.

خو د ولسمشر وياند وايي چې حکومت په خپل وخت د ټاکنو تر سره کېدو ته ژمن دى.

د اساسي قانون په ٨٣ مه ماده کې راغلي:”د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د انتخاباتو د نتيجو له اعلان څخه وروسته پاى ته رسېږي او نوې شورا په کار پيل کوي.

د دې مادې له مخې، د ولسي جرګې د دورې تر پاى ته رسېدو مخکې له  دېرشو تر شپېتو ورځو پورې موده کې بايد د ولسي جرګې ټاکنې وشي.

اوسنۍ ولسي جرګه د تقنيني دورې په وروستي کال کې ده او له قانون سره سم يې بايد ټاکنې په غويي او يا غبرګولي مياشت کې تر سره شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني نن پژواک خبري اژانس ته وويل : ” موږ له  مالي پلوه اماده نه يو او کله چې له مالي پلوه اماده ونه اوسو، انتخابات په خپل وخت کيداى نه شي.”

هغه وايي چې دغه کمېسيون له تخنيکي پلوه د ولسي جرګې ټاکنو لپاره چمتوالى لري، خو  د ترسره کېدو لپاره يې ١٤٠ ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا ده او تر اوسه د دې پيسو تابيا نه ده شوې.

دى وايي چې کمېسيون څلور مياشتې مخکې ولسمشر ته ددې اړتيا وړانديز کړى او نن يې هم ولسمشر او ماليې وزارت ته جدا مکتوبونه استولي، ترڅو له مرسته کوونکو سره په دې اړه خبرې وشي.

نورستاني وايي چې بهرنيان هغه مهال د ټاکنو مالي لګښت ورکوي چې د حکومت له لوري د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پياوړې اراده وښودل شي، خو تراوسه حکومت په دې اړه هېڅ بحث نه دى کړى.

د هغه په وينا، حکومت مسووليت لري چې د ټاکنو لپاره بوديجه برابره کړي ځکه چې له  اړينې بوديجې پرته د ټاکنو ترسره کېدل ناشوني دي.

هغه وايي : “زه غواړم واضح خبره وکړم د پارلماني ټاکنو د ځنډېدو لامل د بوديجې نه شتون دى، چې بيا سبا څوک ونه وايي چې په کمېسيون کې ظرفيت نه و او انتخابات يې په خپل وخت ونه کړل .”

نورستاني وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه يې دوه ځلې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړي او غوښتنه يې ترې کړې چې دغه ټاکنې بايد  له اساسي قانون سره سم  په خپل وخت تر سره شي، تر څو دا ځل قانون نقض نه شي.

 دى وايي چې کمېسيون د ولسي جرګې د ټاکنو مهالوېش هم حکومت ته سپارلى چې له مخې يې بايد دغه ټاکنې د غويي په دويمه تر سره شي.

نورستاني زياتوي: “اوس په دويم د ثور موږ انتخابات نه شو کولى، ځکه چې موږ وخت ته ضرورت لرو، يواځې د ثبت نام لپاره بايد موږ ١٨٠ورځې ولرو، نو اوس دې نه وخت تېر دى، خو که دوه درې مياشتې وروسته هم حکومت اماده شي او  موږ وکولى شو انتخابات وکړو، دا به ډيره ښه وي.”

هغه وويل چې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره يې حکومت ته طرحه ورکړې خو حکومت يې په اړه تر اوسه هيڅ نه دي ويلي .

دغه راز نورستانى وايي په ولسي جرګه کې يو شمېر کړۍ هڅې کوي چې د دې جرګې ټاکنې په خپل وخت تر سره نه شي او د کار موده يې اوږده شي.

ده په دې اړه د چا نوم ياد نه کړ.

دا په داسې کې ده چې د ولسي جرګى مشر عبدالرووف ابراهيمي درې ورځې وړاندې د ملي شورا د شپاړلسمې تقنيني دورې د وروستي کال د غونډې په پيل کې وويل چې د دې جرګې ټاکنې بايد په خپل وخت تر سره شي.

د ولسمشر وياند اجمل عبيدعابدي د نورستاني د څرګندونو په اړه  يواځې دومره وويل چې حکومت په هېواد کې د قانون حاکميت غواړي او له قانون سره سم په خپل وخت د ټاکنو تر سره کېدو ته ژمن دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.