ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“څلوېښت سلنه ښځې د وينې له کمښت څخه ځورېږي”

“څلوېښت سلنه ښځې د وينې له کمښت څخه ځورېږي”

author avatar
11 Mar 2015 - 17:10
“څلوېښت سلنه ښځې د وينې له کمښت څخه ځورېږي”
author avatar
11 Mar 2015 - 17:10

کابل(پژواک، ٢٠ کب٩٣): د عامې روغتيا وزير وايي چې شاوخوا ٦٤ سلنه افغان ښځې د ويټامين ډي او ٤٠ سلنه د وينې له کمښت څخه ځورېږي.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين دغه موضوع نن پنجشنبه په کابل کې د ښځو نړيوالې ورځې په مراسمو کې څرګنده کړه.

هغه وويل:((د تغذي ملي پروګرام د څېړنو له مخې په ٢٠١٣ کال کې شاوخوا ٤٠ سلنه ښځې د اميندوارۍ پرمهال د وينې له کموالي او  ٦٤ سلنه نورې د ويټامين ډي له سخت کمښت څخه ځورېدې چې دغه کمښت د کليسم دجذب مخنيوى کاوه او له امله يې سترې ولادي ګډوډۍ او نورې ناروغۍ رامنځته کېدلې.))

د ده په وينا، په ١٣٩٠ لمريز کال کې د روغتيا نړيوال سازمان او له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د له هرو سل زرو ميندو څخه ٣٧٢ ميندې د زېږون پرمهال مري، په داسې حال کې چې دغه شمېره په ١٣٩٢ لمريز کال کې په هرو شپږ زرو کې د زېږون زرو پېښو ته رسېده.

د عامې روغتيا وزير وويل چې په هېواد کې ٨٧ سلنه ښځو يو ډول تاوتريخوالى تجربه کړى، ٦٩ سلنه يې له څو ډوله تاوتريخوالي سره مخ دي چې له دې ډلې يې ١٧ سلنه له جنسي تاوتريخوالي او ٥٢ سلنه يې د فزيکي تاوتريخوالي په قربانيانو کې راځي.

د ډاکټر فيروز د معلوماتو له مخې، ددې وزارت شمېرې څرګندوي چې په هېواد کې د ښځو ٥٩ سلنه په زور سره ودېږي او ٧٤ سلنه نورې هم د رواني تاوتريخوالي سره مخ دي.

د عامې روغتيا وزارت ددې چارواکي په خبره، د ښځو پر رواني او فزيکي روغتيا د تاوتريخوالي ناوړه اغېزې د هغوى ټولنيزې ستونزې زياتوي او د ټولنې په پراختيايي چارو کې د يوه روغمن فرد په توګه دهغوى د رول مخنيوى کوي.

د عامې روغتيا وزارت په ورته وخت کې په تېره يوه لسيزه کې د ښځو لپاره د روغتيايي خدمتونو  يادونه وکړه او زياته يې کړه:((له زېږون نه وړاندې وقايه په ٢٠٠٣ کال کې له ١٠ سلنې څخه په ٢٠١٣ کال کې ٥٤ سلنې ته لوړه شوې ده.))

فيروز زياته کړه چې  اوسمهال د هېواد په ٣٢ ولايتونو کې د قابلګۍ ښوونځي جوړ شوي چې په تېره يوه لسيزه کې شاوخوا درې زره قابلې له دې ښوونځيو څخه فارغې شوې دي.

پردې سربېره د عامې روغتيا وزير ټينګار وکړ چې اوسمهال نا امنۍ، د مناسبو نښلوونکو لارو نشتوالى او د ښځو د سواد کچې ټيټوالى ددې سبب شوى چې دوى درملځايونو ته په وخت سره ونه رسېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.