ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانان له هريروده د اوبو وړلو پرمهال د ايراني سرتېرو لخوا په نښه کېږي

افغانان له هريروده د اوبو وړلو پرمهال د ايراني سرتېرو لخوا په نښه کېږي

author avatar
12 Mar 2015 - 11:35
افغانان له هريروده د اوبو وړلو پرمهال د ايراني سرتېرو لخوا په نښه کېږي
author avatar
12 Mar 2015 - 11:35

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٣): د هرات د کهسان ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي چې له هريرود سيند څخه د اوبو وړلو پرمهال پرې ايراني پوله ساتونکي ډزې کوي.

دوى وايي، ايراني پوله ساتونکو په تېرو شاوخوا ١٣ کلونو کې تراوسه د کهسان ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي له هريرود سيند څخه د اوبو وړلو پرمهال په نښه کړي چې يا وژل شوي او يا هم ټپي شوي دي.

 ځايي اوسېدونکي وايي چې د څښاک اوبو د کمښت په سبب اړ دي چې د هريرود له اوبو ګټه واخلي.

د هرات د کهسان ولسوال نظام الدين رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې کمانه او بنيان له ايران سره په پوله پرتې سرحدي سيمې دي او ددې سيمو اوسېدونکي تل له هريرود سيند څخه د اوبو وړلو پرمهال د ايرانيانو له خوا په مرميو وېشتل کېږي.

 رحماني زياته کړه: “ددې کورنيو کسان شته چې د کورنيو څو غړو ته يې د ايراني پوله ساتو په مرميو مرګ ژوبله اوښتې، هو بلکل دا موضوع په بشپړه توګه شته او روښانه ده”.

د کهسان ولسوال وويل چې د مرګې ژوبلې کره شمېرې نه لري، خو دا ډول زياتې پېښې تر ډېره په اوړي کې هغه مهال رامنځته کېږي چې خلک په اوړي کې د اوبو د  کمښت له ستونزې سره مخ شي.

 رحماني زياته کړه: “اوسمهال د هريرود سيند اوبه زياتې دي، د کال په دې موسم ( ژمی) کې خلک ستونزه نه لري، خلک تر ډېره په پسرلي او اوړي کې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ کېږي، له نورو اوبو ګټه نه شي اخيستلى، خو  ايراني سرحدي ساتونکي اجازه نه ورکوي چې د هريرود سيند له اوبو څخه ګټه واخلي او د دوى پر لور ډزې کوي”.

 د کهسان ولسوال په خبره، ځينې ايراني پوله ساتونکي هوايي ډزې کوي او په ډېرو مواردو کې د ټوپک خوله مخامخ پرځايي اوسېدونکو او حتى ماشومانو ور اړوي.

د کهسان امنيه قوماندان ميراجان هم ددې موضوع پخلى وکړ او ويې ويل چې څه موده وړاندې د بنيان او کمانه سيمو اوسېدونکو غوښتل چې وياله جوړه کړي، څو خلک په اسانۍ سره وکولى شي چې د هريرود سيند له اوبو څخه ګټه واخلي، خو د ايراني پوله ساتونکو له مخنيوي سره مخ شول او په وياله کيندونکو يې ډزې وکړې.

 امنيه قوماندان زياته کړه:”هو د کمانه، بنيان او څو نورو کليو اوسېدونکي له هريرود سيند څخه د اوبو وړلو پرمهال د ايراني مامورينو له خوا په نښه کېږي”.

د کهسان ولسوالۍ يوه قومي مشرحاجي عبدالحکيم وويل چې د اوبو وړلو پرمهال د ايراني ساتونکو له خوا ددې ولسوالۍ پر اوسېدونکو ډزې کول  کومه نوې خبره نه ده.

 عبدالحکيم زياته کړه چې دغه ستونزه په بشپړه توګه رښتيا ده او  ددې ولسوالۍ له ګينو څخه پيل او د ولسوالۍ د کمانه سيمې تر  وروستيو پورې خلک له ورته ستونزې سره مخ دي.

هغه زياته کړه چې په دې سيمو کې د اوبو د نشتوالي له امله خلک اړ دي چې د هريرو د سيند له اوبو ګټه واخلي “له بدغه مرغه چې زموږ خلک تل له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي”.

دغه قومي مخور همدارنګه وويل چې تر اوسه ددې ولسوالۍ د کمانه او بنيان سيمې څه باندې لس اوسېدونکي له هريرود سيند څخه د اوبو اخيستلو پرمهال د ايراني پوله ساتونکو له خوا پر ډزو وژل شوي دي.

 هغه زياته کړه:”ددې سيمو له اوسېدونکو سره تل ورته پېښې تکرارېږي، ځکه خوږې اوبه نه موندل کېږي او اړ کېږي چې د سيند په منځ کې وړې کندې جوړې کړي او د څښاک لپاره يو څه ښې اوبه پيدا کړي. د هريرود سيند هم د افغان- ايران پولې په منځ کې دى، د افغانستان لورى هوار دى، ځنګلونه نه لري او د ايران لورى بيا ځنګل لري، ايراني مامورين راځي، د ځنګل په منځ کې کمين نيسي. کله چې خلک له سيند نه اوبه وړي، په مرميو لګيږي او نه شي کولى چې د مجبورۍ پرمهال اوبه تر لاسه کړي، هغه هم د خپل هېواد له يوه سيند څخه”.

 نوموړي وويل چې افغان امنيتي ځواکونو د کهسان ولسوالۍ د اوسېدونکو د دې ستونزې د حل لپاره ايراني چارواکو ته هېڅ ځواب نه دى ورکړى.

هغه وايي  ددې شاهد دى چې کهسان په کاکړي سيمه کې يوتن د ايراني پوله ساتونکو له خوا وژل شوى: “وړم کال له کاکړي سيمې څخه راتلم، خلکو له سيند څخه اوبه وړلې چې ايراني پوله ساتونکو ډزې وکړې، يوه مرمۍ پر يوه ځوان ولګېده او ووژل شو. کسهان د سرحدي اوسېدونکو دغه ستونزه د طالبانو له وخته تر اوسه پاتې ده، دا کار د ايراني مامورينو له خوا تر سره کېږي”.

 په کهسان ولسوالۍ کې د ميرخان هفت بلا په نامه يوه قومي مشر هم ددې ولسوالۍ د اوسېدونکو د په نښه کېدو پخلى وکړ، خو افغان ځواکونه يې تورن کړل چې له دې ستونزې سترګې پټوي.

ميرخان چې زوم يې ددې ولسوالۍ په رباط پرست کلاته سيمه کې د هريرود سيند څخه د اوبو وړلو پرمهال د ايرانيانو له خوا په نښه شوى او اوس د پښې په برخه کې معيوب دى، زياتوي: “د کمانه، بنيان، جغتين، ګينو، غزل اسلام، کلاته غازي سيمې هره يوه د ايران له پولې څخه يو کيلومتر واټن لري”.

 هغه حکومت د سرحدي سيمو اوسېدونکو ته په نه پاملرنه تورن کړ او ويې ويل: “حکومت په تېرو ١٣ کلونو کې له دې پېښو سترګې پټې کړې او اوسنى حکومت هم دا کار کوي، ځکه چارواکي په خپلو څوکيو نرم ناست دي، د سرحد مېشتو له اقتصادي ستونزو او د څښاک اوبو له نشتوالي خبر نه لري. کله چې اوبه اخلو، د ايرانيانو له خوا وژل کېږو او ژوبلېږو، څوک زموږ په کيسه کې نه دي”.

 ميرخان د کهسان ولسوالۍ پر امنيتي چارواکو د نيوکې په ترڅ کې وويل: “په خپلو پوستو کې پراته دي، يواځې خپلې تنخواوې اخلي، د ولسوالۍ اوسېدونکو په بيا بيا ورته د خپلو ستونزو د هواري په برخه کې مراجعه کړې، خو هغوى ورته پاملرنه نه کوي”.

غوښتل مو د کهسان ولسوالۍ د خلکو د يادې ستونزې په اړه د ايراني چارواکو نظر واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره ونه توانېدو چې په کابل کې د ايران سفارت، په هرات کې د ايران قونسلګرۍ او د همداراز د اېميل له لارې د ايران د بهرنيو چارو وزارت ددوى غبرګون هم ترلاسه کړو.

په همدې حال کې ده چې په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي احمد بهزاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان بېلابېلې سيمې په ځانګړي ډول هرات ډېر کم له هغو خوږو اوبو کار اخلي چې د غرونو له لمنو را بهېږي.

 بهزاد زياته کړه چې حکومت بايد دې ستونزې ته د حل لاره چاره ولټوي، څو د کهسان ولسوالۍ خلک له خپل قانوني حق څخه برخمن شي.

هغه وويل چې که څه هم له ايرانيانو سره د اوبو پر ستونزه څو ځله په ملي شورا کې بحث شوى او له حکومت څخه غوښتنه شوې چې ددې ستونزې د حل لپاره کار وکړي، خو تر اوسه پورې هم په دې اړه کوم ځانګړى اقدام نه دى شوى.

 له بلې خوا د هرات ولايت سرپرست والي اصيل الدين جامي د ايراني پوله ساتونکو له ډزو بې خبري وښوده او ويې ويل: “تر اوسه يې د کهسان د اوسېدونکو داسې کوم اعتراض او شکايت نه دى تر لاسه کړى چې ګنې له هريردو سيند څخه د څښاک اوبو وړلو پر مهال پرې ډزې شوې دي”.

په هرات کې د سياسي چارو يوه شنوونکي عبدالقادر کامل وويل چې د هېواد د اوبو مديرت په ځانګړي ډول د هېواد د هريرود سيند اوبو  ته د حکومت نه پاملرنه ددې سبب شوې چې ددغه سيند اوبه پرته له کوم  امتيازه ايران ته وبهېږي.

کامل افغان حکومت تورن کړ چې د ايرانيانو د خوښ ساتلو لپاره افغان وګړي په ځانګړي ډول د سرحدي سيمو اوسېدونکي قربانوي.

 کسهان د هرات يوه وروسته پاتې ولسوالي ده چې د هرات د شمال لوېديځ په ١١٦ کيلومترۍ کې موقعيت لري او له لوېديځ اړخه له ايران سره ٨٥ کيلومتره ګډه پوله لري.دا ولسوالي همدارنګه له شمال اړخه له ګلران ولسوالۍ او له ختيځ څخه له زنده جان ولسوالۍ او په سوېل کې  له غوريان سره ګډه پوله لري.

دغه ولسوالي لس جريبه کرنيزه ځمکه لري او ١٩٠٠٠ زره جريبه نوره ځمکه يې للمه ده.

د هريرود سيند د افغانستان له مرکزي غرونو ( هندوکش او بابا) څخه سرچينه اخلي، له غور او هرات ولايتونو څخه تر تېرېدو وروسته د افغانستان او ايران له ګډې پولې تېرېږي او د ترکمنستان هېواد رېګزارو ساحو ته بهېږي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.