ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې ۸ پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي

تخار کې ۸ پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي

author avatar
12 Mar 2015 - 12:52
تخار کې ۸ پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي
author avatar
12 Mar 2015 - 12:52

تالقان (پژواک، ٢١ کب ٩٣): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې طالبانو په يوه کمين کې اته پوليس وژلي دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک ته وويل چې  نن سهار شاوخوا ٧ بجې طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ په دروازه کمپ سيمه کې سيمه ييزو پوليسو ته کمين نيولى وو.

هغه وويل، طالبانو د څلور سيمه ييز  پوليس له موټره کوز کړي او وژلي دي، چې يو يې قوماندان وو.

تيمور وويل، دا پوليس له پل مومن سنګر څخه د خپلو کورونو پر لور روان وو.

ده زياته کړه: “موږ د دروازه کمپ، پل مومن، قرلق او هزارباغ په ګډون په دغو سيمو کې لس کلک سنګرونه لرو. خو طالبانو په دروازه کمپ سيمه کې کمين نيولی وو، دوه سيمه ييز او دوه ملي پوليس يې له موټره راکوز کړي او پر ډزو يې وژلي . دوی د پل مومن له سنګر څخه د خواجه غار ښار او خپلو کورو ته روان وو.”

نوموړی وايي چې له دې پېښې وروسته وسله والو طالبانو په همدغه سيمه کې د پوليسو پر يوه رېنجر بريد کړی چې په دې  پېښه کې د خواجه غار ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په ګډون۴ پوليس او دوه طالبان وژل شوي دي.

تيمور زياته کړه: “طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر هغه رېنجر چې له پل مومن سنګر څخه د خپلو کورونو پر لوري روان و بريد وکړ چې په پايله کې يې د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په ګډون ۴ کسان وژل شوي دي، نښتې ۲۰ دقيقې دوام کړی چې دوه طالبان هم وژل شوي دي.”

د خواجه غار ولسوال محمد عمر پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوی قوماندان صفرعلي نومېږي او په خواجه غار ولسوالۍ کې يې د سيمه ييزو پوليسو مشري کوله.

نوموړی وايي، دروازه کن د خواجه غار او کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ ترمنځ پرته سيمه ده چې طالبان ورڅخه دغه ولايت ته اوړي او فعاليت کوي.

محمد عمر زياتوي: “امنيتي ځواکونه ډېر ځله په دروازه کن، قرلق او هزارباغ سيمو کې وسله والو طالبانو سره مخ کېږي، موږ په دغه سيمه کې د مخالفينو د راتګ مخنيوی کوو، که څه هم موږ د مخالفينو د ځپلو لپاره کافي امکانات په واک کې لرو؛ خو دغه اته کسان د طالبانو په کمين کې وژل شوي دي. “

هغه وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې طالبان نشته؛ خو کله نا کله ورته د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ څخه ورځي او سيمه ناکراره کوي.

 طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي  ويلي .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.