ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بودا ويجاړې شوې مجسمې دې بيا ورغول شي”

“د بودا ويجاړې شوې مجسمې دې بيا ورغول شي”

author avatar
12 Mar 2015 - 13:58
“د بودا ويجاړې شوې مجسمې دې بيا ورغول شي”
author avatar
12 Mar 2015 - 13:58

باميان (پژواک، ٢١ کب ٩٣): په باميانو کې د بودا بتانو د نړولو د غندنې په موخه په شوي شپني لاريون کې د دغه ولايت ځايي چارواکو او مدني ټولنو د بوديزم دورې د دغو دوو ميراثونو د رغولو غوښتنه وکړه.

دغه دوه مجسمې چې ١٦٠٠ کاله لرغونتوب لري او د بوديزم د وخت له شهکارونو دي، د طالبانو د حاکميت د ٢٠٠١ کال د مارچ لسمه ( ١٣٧٩ دکب ل٢٠م) تر دې نوم لاندې چې ګني د بتانو شتون د شرک معنا لري، د پرله پسې بريدونو اودرنو ډزو له امله رانسکورې شوې دي.

د صلصال ستره مجسمه ٥٥ متره او کوچنۍ مجسمه چې شمامه نومېږي ٣٣ متره لوړوالى لري، د ورېښمو د لرغونې لارې په اوږدو کې د باميان ښار شمال ته د يوه غره په زړه کې تراشل شوې وې.

په لسګونو فرهنګيانو، مدني فعالانو او ځايي چارواکو تېره شپه په يوه لاريون کې د نوربند کلا هوټل څخه تر دغو مجسمو پورې شاوخوا يو کيلومتر لار پلې ووهله او ددې دوو تاريخي اثارو ويجاړول يې په کلکه وغندل.

دوى چې څراغونه او الکينونه ورسره وو، غوښتنه يې کوله چې دا مجسمې دې بيا ورغول شي.

د باميانو يوه فرهنګي محمد نبي عليزاده پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د هر هېواد او خلکو لپاره خپل تاريخي اثار فرهنګي او تاريخي ارزښت لري، خو له بدغه مرغه چې طالبانو د افغانستان تاريخي اثار په وحشيانه ډول ويجاړ کړل.))

هغه زياته کړه چې د دې مجسمو د نړولو ١٤ کاله تېرېږي، خو لا يې هم د بيا رغونې اقدام نه دى شوى. دولت بايد د نړيوالې ټولنې په همکارۍ دغه دوه تاريخي اثار له سره ورغوي.

د باميان پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د درېيم کال زده کوونکې او د محلفې ګډونوالې زهرا وويل چې طالبانو ددې مسجمو په نړولو سره د افغانستان دوه زره کلن تاريخ ورک کړ.

هغې زياته کړه: ((زه فکر کوم چې طالبانو د پاکستان په دستور زموږ دغه تاريخي ابدې له منځه يوړه.))

د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس کبير دادرس د بودا مجسمې ويجاړوونکو ته د جزا ورکولو د غوښتنې تر څنګ وويل چې د باميانو خلک د دې دوو تاريخي اثارو له بيارغونې سره لېوالتيا لري او هر کال په خپلو مدني خوځښتونو او غونډو کې نړۍ ته څرګندوي چې له خپلو تاريخي ميراثونو سره مينه لري او بايد نړيوال په دې برخه کې مرسته وکړي.

دادرس زياته کړه چې د باميانو د خلکو وړانديزونه له دولت او د ملګرو متلونو له فرهنګي سازمان يونسکو سره شريک شوي او ټاکل شوې چې په راتلونکي کال کې په يوه سمپوزيم کې د بودا مجسمو د بيا رغونې پر طرحه بحث وشي.

هغه وويل چې باميان د يونسکو سازمان لړليک ته هم مهال شامل شوى چې مجسمې ويجاړې شوې وې، په دې اړه چې بيا ترميم ته اړتيا لري که نه، د يونسکو د څېړونکو او کارپوهانو نظر ته اړتيا لري.

د باميان مرستيال والي محمد اصف مبلغ هم وويل، د خلکو وړانديز دا دى چې لږ تر لږه د بودا له دوو مجسمو يوه له سره ورغوي.

هغه زياته کړه چې حکومت تر اوسه د بودا ويجاړو شوو مجسمو د شاوخوا سيمو اوغونډيو د تحکيم بندۍ کار ترسره کړى، په داسې حال کې چې د دواړو مجسمو تنې بايد په دې موده کې بيا رغول شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د المان د لرغون پېژندنې ډلې (ايکوموس) په وروستيو څو کلونو کې توانېدلې چې د بودا مجسمې زرګونه ماتې شوې ټوټې تر پېژندلو او شمېرې لګولو وروسته په يوه ځانګړي ځاى کې وساتي ، د بودا له تنې ځنې بېلې شوې ټوتې له ٩٠ تر ١٠٠ ټنو پورې وزن لري .

 ايکوموس اووه کاله وړاندې د “شمامه” مجسمې د ساحې تحکيم بندي د درې ميليون ډالرو په لګښت پيل کړه او کار يې په ١٣٩٠لمريز کال کې بشپړ او د مجسمو بيا رغونې ته امکان مساعد کړ.

خو دولتي چارواکو تل ويلي چې د دغو دوو تاريخي اثارو بيا رغونه په ميليونونو ډالرو ته اړتيا لري چې ورسره نشته.

له بلې خوا جاپاني هنرمند ياماګاتا په ١٣٨٥لمريز کال د بودا دتنو د بيارغولو لپاره له جاپانيانو پيسې ټولولې او تصميم يې درلود چې د لايزر شعاوو په اچونه د دغو دوو مجسموانځورونه په هغو ځايونو کې چې واقع دي، انعکاس کړي.

 خو متخصصينو ويل چې لايزر وړانګې جانبي عوارض لري او هغه کښتونه به له منځه يوسي چې د دغو وړانګو په اوږدو کې موقعيت لري، د دې تر څنګ مرغانو او څارويو ته زيان رسوي او د هغه غره د ورستېدو لامل ګرځي چې دغه مجسمې په کې تراشل شوې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.