کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٣): امنيتي چارواکي وايي چې په وړمه دوره کې د ولسمشرۍ د نوماندې او د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې شهلا عطا مړى په کابل ښار کې موندل شوى دى.
د کابل د جنايي څېړنو مشر مل پاسول فريد افضلي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هغې مړى نن د کابل ښار په لسمه ناحيه کې د هغې په خپل کور کې موندل شوى دى.
افضلي زياته کړه، تر اوسه د پارلمان د دې پخوانۍ غړې د مړينې اصلي لامل نه دى څرګند او امنيتي ځواکونه ګومارل شوي چې په دې اړه څېړنه وکړي چې ايا مړينه يې طبيعي ده که کوم بل لامل لري.
د کابل د جنايي څېړنو مشر زياته کړه: ((په دې پېښه کې د عدلي طب معايناتو ته اړتيا ده.))
شهلا عطا د ١٣٨٤ لمريز کال په پارلماني ټاکنو کې ولسي جرګې ته بريالۍ شوه او د ١٣٨٨ لمريز کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې له هغو دوو ښځو وه چې له ٤٠ نارينه نوماندانو سره د سيالۍ ډګر ته راوتلې وه.
هغه په ١٣٤٦ لمريز کال کې په کابل کې نړۍ ته سترګې غړولې او پلار يې سردار غلام صديق در محمد ظاهر شاه په دوره کې د ملي اردو جنرال و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن