ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ۳۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې ۳۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
12 Mar 2015 - 12:22
غزني کې ۳۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
12 Mar 2015 - 12:22

غزني ښار (پژواک، ۲۱ کب ۹۳): امنيتي چارواکي وايي چې د غزني په دوو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمي لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي چې له پرون سهار راهيسې ملي اردو د غزني په مقر او اندړو ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.

د سلطاني په خبره، د اندړو ولسوالۍ په پشه وال او د مقر د چمبرانواو مدو په سيمه کې تر اوسه ۱۱ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

دسلطاني په خبره، په دغو عملياتو کې يو شمېر وسلې هم د ملي اردو لاسته ورغلې دي.

هغه همداراز وويل، تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ د سردارکلا په سيمه کې يو تونس موټر چې طالبان په کې سپاره وو او ورسره د عامه ساتنې يونيفورم او چاودېدونکي توکي هم بار وو، د ملې اردو تر بريد لاندې راغى.

نظيف الله وايي چې په بريد کې پنځه طالبان وژل شوي او موټر يې د ملي اردو ځواکونو سوځولى دى.

د هغه په خبره چې تر اوسه په عملياتو کې امنيتي سرتېرو او ملکي خلکو ته زيان نه دی اوښتی.

د غزني د مقر د مدو سيمې يو اوسېدونکی حبيب الله وايي چې په سيمه کې يې له تېرې ورځې راهيسې د ملې اردو ځواکونو عمليات پيل کړي چې کله کله يې له طالبانو سره جګړه هم کېږي.

د حبيب الله په خبره، “طالبان د کورونو له منځه پر عسکرو يو څو ډزې وکړي نور جنګ د کورونو په منځ کې روان وي.”

خو ده وويل، که څه هم چې تر اوسه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو وېره يې شته.

د اندړو اوسېدونکي هم د امنيتي سرتېرو له خوا روان عمليات تاييدوي او وايي چې د دوى په سيمه کې له تېرې ورځې راهيسې د دواړو لورو تر منځ په څو سيمو کې جګړې روانې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.