ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نواز شريف : د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د نړيوالې ستراتيژۍ ملاتړ کوو

نواز شريف : د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د نړيوالې ستراتيژۍ ملاتړ کوو

author avatar
12 Mar 2015 - 16:39
نواز شريف : د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د نړيوالې ستراتيژۍ ملاتړ کوو
author avatar
12 Mar 2015 - 16:39

کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٣ ): د پاکستان لومړى وزير وايي چې دوى د افغان کډوالو د  ستنېدلو لپاره د يوې نړيوالې ستراتيژۍ د جوړولو ملاتړ کوي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له دفتره  د کب په ٢١مه، په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې نوازشريف دغه څرګندونې نن دافغانستان د کډوالو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي سره دليدنې پر مهال کړې دي.

نواز شريف زياته کړې، چې هېواد يې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره له همکاريو ډکه اړيکې غواړي .

د پاکستان لومړي وزير ويلي چې په افغانستان کې د نوي حکومت رامنځته کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يو نوى تاريخي فصل پرانيستل شوى دى .

د نوموړي په وينا، دواړو هېوادونو ماضي هيره کړې او د دوه اړخيزو ګټو او اړيکو لپاره يې له له  سره نوې اړيکې پيل کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې ليدنې پر مهال دواړو لوريو د امنيتي، سوداګريزو او سياسي اړيکو د پياوړي کولو ترڅنګ د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې هم ټينګار وکړ.

نواز شريف ترهګري د دواړو هېوادونو لپاره ګډ دښمن وباله او زياته يې کړه، چې دا په ګډو هلو ځلو سره ځپل کېداى شي.

دى وايي : (( دواړو هېوادونو د دې لپاره ډېر لوړ قيمت ادا کړى دى. ))

د هغه په وينا، پاکستان ژمن دى چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره ديوه نړيوالې ستراتيژۍ د جوړولو ملاتړ وکړي.

نواز شريف وايي چې دواړه هېوادونه بايد د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمشنرۍ سره د افغان کډوالو د بيرته ستنولو لپاره يوه حقيقي کړنلاره جوړه کړي.

ددې ليدنې پر مهال نواز شريف هيله څرګنده کړې چې د دوه اړخيزو اړيکو د نور پياوړي کولو لپاره په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دافغانستان د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي له پاکستان څخه مننه وکړه، چې تل يې د افغانستان د طبيعي پېښو له ځپل شويو سره مرستې کړې دي او په دې برخه کې يې د ولسمشر غني نيکې هيلې نواز شريف ته ورسولې.

د افغانستان دکډوالو چارو د وزير په مشرۍ افغان پلاوى د روانې اوونۍ په پيل کې پاکستان ته سفر تللى، دغه پلاوي په پېښور ښار کې د خيبر پښتونخوا ايالت له  والي مهتاب عباسي او مشر وزير سره په يوه ګډه غونډه کې چې په کې د پاکستان د کډوالو چارو وزير هم برخه اخيستې وه، ګډون وکړ.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو لپاره به يوه کمېټه  جوړيږي چې ددواړو هېوادونو استازي به په کې شامل وي.

دغه راز پرون په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ګډه غونډه وشوه، چې په پاکستان کې د مېشتو شاوخوا يو نيم ميليون غير راجستر شويو افغان کډوالو د راجستر کولو پرېکړه وشوه.

د افغانستان د کډوالو وزير ويلي چې پاکستان ډاډ ورکړى، چې قانوني کډوال به نه ځورول کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.