ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د فوټبال د١٥ کلنو لوبډله د اسيا سياليو کې ګدون کوي

د افغانستان د فوټبال د١٥ کلنو لوبډله د اسيا سياليو کې ګدون کوي

author avatar
13 Mar 2015 - 13:38
د افغانستان د فوټبال د١٥ کلنو لوبډله د اسيا سياليو کې ګدون کوي
author avatar
13 Mar 2015 - 13:38

کابل (پژواک ٢۲کب ٩٣):د افغانستان د ١٥کلنو د فوټبال لوبډله د اسيايي هېوادونو په سياليو چې د چاپان په کوربه توب پيليږي ګدون کوي .

په هغه خبرپاڼه کې چې د افغانستان د فوټبال د فدراسيون له لوري خپره شوې راغلي ، چې دغه سيالۍ د مرکزي اسيا د حوزې په چوکاټ کې پيليږي .

دغه سيالۍ چې د چاپان د فوټبال د فدراسيون له خوا په ياد هېواد کې پيليږي د مرکزي اسيا لس لوبډلې او د جاپان څو لوبډلې به په کې برخه واخلي .

 په ياده خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لوبه کې به د افغانستان لوبډله په دويم ګروپ کې د ايران ، ازبکستان ، جاپان او د تيم کيوتا سانګای له لوبډلو سره لوبه وکړي. 

په لومړۍ لوبډله کې به د تاجکستان ،توکيو ، قرغيزستان، ترکمنستان او د جاپان اکاډمۍ د فوټبال لوبډلو ترمنځ سيالي تر سره شي .

 ټاکل شوې چې يادې سيالۍ د وروي د مياشتې په درېيمه تر سره شي .

د مرکزي اسيا د فوټبال حوزه  (CAFA) د افغانستان او ايران د فوټبال د فدراسيونونو په غوښتنه تېره مياشت رامنځته شوه .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.