کابل (پژواک، ۲۲ کب ۹۳ ) : د پاکستانیو طالبانو یو مهم مشر په ا فغانستان کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
د پاکستانیو طالبانو له خوا د کب په ۲۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی د سیاسي شورا غړی قوماندان قاري شکیل الرحمن په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې قاری شکیل سره یو ځای په دې عملیاتو کې د هغه بل ملګری ډاکټر طارق علي هم وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان پرون د پنجشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.
د یادونې ده ، چې پرون د کونړ چارواکو د څلورو پاکستانیو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړی و، تر دې مخکې په ننګرهار ولایت کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د شپږو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی و، خو ځایي چارواکو د هغوی هویت نه و په ډاګه کړی.
پاکستانیو طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ادعا کړې ده، چې یاد غړي یې د پاکستان د استخباراتي ادارې ( ای ایس ای) په همکارۍ وژل شوي دي.
ویل کیږي چې قاري شکیل د خیبرپښتونخوا ایالت د چارسدې سیمې اوسیدونکی و او د تحریک طالبان له مهمو غړو څخه ګڼل کیده، نوموړي په مومندو ایجنسۍ کې د پوځ پر کاروانونو او پوستو په بریدونو کې لاس درلود او حکومت ته مطلوب و.
راپورونه وایي، کله چې تیر کال د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ خبرې پیل شوې، نو قاري شکیل د طالبانو د پلاوي غړی و، ددې ترڅنګ هغه په مومندو ایجنسۍ کې د طالبانو د مشر عمر خالد مرستیال هم پاتې شوی دی.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن