ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ په نړیوال جام کې دافغانستان سفر له انګلستان څخه په ماتې سره پای ته ورسید

د کرکټ په نړیوال جام کې دافغانستان سفر له انګلستان څخه په ماتې سره پای ته ورسید

author avatar
13 Mar 2015 - 21:42
د کرکټ په نړیوال جام کې دافغانستان سفر له انګلستان څخه په ماتې سره پای ته ورسید
author avatar
13 Mar 2015 - 21:42

کابل ( پژواک، ۲۲ کب ۹۳ ) : د کرکټ په نړیوال جام کې دافغانستان سفر له انګلستان څخه پخپلې وروستۍ لوبه کې له ماتې سره پای ته ورسیده.

افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه د کب په ۲۲مه، داسټرالیا په سیډني ښار کې ترسره کړه.

ددې لوبې پچه انګلستان وګټله ، خو لومړۍ یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه. دافغانستان لومړنیو لوبغاړو دپخوا په څیر په کمو منډو سره ځانونه وسوځول.

دلوبې پر مهال څو وارې باران هم وشو، چې له امله یې لوبه به ځنډنۍ شوه، خو کله چې دافغانستان منډې ۱۱۱ شوې او اوه لوبغاړي یې سوځیدلي وو، نو باران تیز شو او دافغانستان لپاره ټاکل شوی وخت هم پای ورسیده.

دافغانستان له لوري د لومړي ځل لپاره په لوبه کې چانس ترلاسه کوونکی شفیق الله شفق تر ټولو ښه لوبه وکړه او۳۰ منډې یې جوړې کړې، په نورو لوبغاړو کې جاویداحمدي ۷،  نوروز منګل ۴ ، افسر ځاځی ۶، ناصر جمال ۱۷، سمیع الله شینواری ۷، محمد نبي ۱۶ او نجیب الله ځدران ۱۲ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

کله چې لوبه پای ته ورسیده، نو د لوبې تنظیموونکو او د لوبڅارانو د باران دقانون له مخې انګلستان ته په ۲۵ اورونو کې د ۱۰۱ منډو هدف ورکړ.

د انګلستان لوبډله یاد هدف په شلم اوور کې دیوه لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه، خپله وروستۍ لوبه وګټله، خو افغانستان خپله وروستۍ لوبه هم وبایلله.

دانګلستان یواځینی لوبغاړی حمید حسن وسوځاوه.

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډل مشر محمد نبي عیسی خیل تر لوبې وروسته وویل چې دوی له دې نړیوال جام څخه ډیر څه زده کړل او تجربې یې زیاتې شوې.

هغه زیاته کړه، چې دوی به په بل نړیوال جام کې له ځانه ښه وړتیا وښیی او افغان لوبډله به ښه لوبه ترسره کړی.

په دې نړیوال جام کې دافغانستان له لوري شاه پور ځدران ښه ولید او ۱۰ لوبغاړي یې وسوځول او په توپ وهونه کې یواځې سمیع الله شینواری ښه وځلید او تر ۲۵۰ زیاتې منډې یې جوړې کړې.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.