کابل (پژواک ۲۲ کب ٩٣): د حکومت د اجراييه رياست دويم مرستيال وايي چې دده استازو له طالبانو او په کويټه او کراچۍ کې د يوې ډلې له مشرانو سره اړيکې نيول شوي ترڅو په زابل کې تښتول شوي کسان خوشې کړي .
محمد محقق دغه څرګندونې د کب په ٢٢مه د حزب وحدت ګوند د مشر عبدالعلي مزاري د وژنې د شلم تلين په نمانځغونډه کې وکړې
د روان کال د کب په څلورمه ناپېژاندو وسله والو له يوه موټر څخه ٣١تنه چې له هرات څخه کابل ته پر لاره وو ، د زابل په شاجوى ولسوالۍ کې ښکته او يوه نامعلوم ځاى ته يې بوتلل .
له دې پېښې وروسته حکومت ددغو کسانو د موندلو او راخوشې کولو په موخه عمليات پيل کړل چې يو شمېر وسله وال ووژل شول ، خو تراوسه د تښتول شويو کسانو کوم څرک نه معلوميږي .
وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي .
محقق تښتول شوي کسان بې ګناه او فقير ياد کړل او ويې ويل چې د يادو کسانو کورنيو له ده سره کتلي او د هغوى د خوشې کولو په برخه کې يې ترې د اقدام هيله کړې ده .
ده وويل: (( هغوى پر ما نيوکه کوي چې ولې دې غږ نه پورته کوې ، موږ له دې ډاره چې دغه بېچاره خلک د تبر لاندې دي څه نه شو ويلىى .))
محقق زياته کړه :(( له نورو لارو ما غير رسمي پلاوي د پاکستان کويټې ته ليږلي دي ، هغوى ته يې ويلي ، چې غريب خلک مو نيولي دي ، د هغوى د فتوا شورا امر کړى چې ياد کسان دې خوشې شي ، له يوې بلې نوې پيدا شوې ډلې سره (چې سخت دريځه ده ) مو په کراچۍ کې اړيکه نيولې ده .))
په پاى کې ده وويل چې اوس د سولې غږ د خلکو غوږونو ته رسېدلى او هيله يې وښوده چې سوله ټينګه شي ، ترڅو خلک له دغه حالت څخه نجات پيدا کړي او په ازاده توګه له يوه ځايه بل ځاى ته لاړ شي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن