کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): دامريکا ولسمشر بارک اوباما غواړي راتلونکى کال هم په افغانستان کې زرګونه سرتېري پاتې کړي.
امريکايي اژانس (اى پي) د کب په ٢٣مه، د سپينې ماڼۍ د سرچينو په حواله ويلي، چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړه ولسمشر بارک اوباما، واشنګټن ته د افغان ولسمشر اشرف غني تر سفر وروسته کوي.
ټاکل شوې ده، چې ولسمشر اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ راتلونکې اونۍ امريکا ته سفر وکړي.
سرچينې زياته کړې، اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره امريکايي سرتېري وو او ټاکل شوې وه، چې د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې يې ډېرى بېرته ووېستل شي.
خو اوس د سپينې ماڼۍ سرچينو ويلي، چې ولسمشر بارک اوباما غواړي، چې په ٢٠١٦ کال کې هم په افغانستان کې د اوسنيو شاوخوا لسو زرو سرتېرو څخه يې ډېرى پاتې کړي.
تر دې مخکې پلان داسې و، چې امريکا به په ٢٠١٦ کال کې ٥٥٠٠ سرتېري په افغانستان کې پرېږدي او د ياد کال تر پايه پورې به ټول سرتېري وباسي.
که څه هم، تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو سرچينو ويلي چې ولسمشر بارک اوباما په دې اړه خپلو پوځي چارواکو ته دا وړانديز لېږلى دى.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو جنرال کمپبل هم له ولسمشر اوباما غوښتي وو، چې په افغانستان کې ډېر سرتېري پرېږدي.
د دفاع وزير ويلي و، که چېرې په افغانستان کې امنيتي حالات سم نه شول، نو امريکا به له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د وېستلو په پلان کې بدلون راولي.
ولسمشر اشرف غني هم له امريکا غوښتي وو، چې ياد پلان بدل کړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن