ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ٨٠ سلنه دولتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوې

د خوست ٨٠ سلنه دولتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
14 Mar 2015 - 10:50
د خوست ٨٠ سلنه دولتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوې
author avatar
14 Mar 2015 - 10:50

خوست ښار (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): د خوست سرپرست والي وايي چې د تېرو څو کلونو په موده کې د دغه ولايت ډېرو دولتي ادارو ته د ودانيو پر جوړولو او د اړينو اسانتياوو په برابرولو کې بريالي شوي دي.

والي عبدالجبار نعيمي د بيارغونې د يوې پروژې د پرانيستې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې پنځه کاله مخکې ۶۰ سلنه دولتي ادارو په کرايي کورونو کې پرته له کومې لوحې او اړينو اسانتياوو فعاليت کاوه.

نوموړي وويل چې اوس ۸۰ سلنه دولتي ادارې په خپلو ودانيو کې په داسې حال کې فعاليت کوي چې د برېښنا په ګډون نورې ټولې اړينې اسانتياوې ورته برابرې شوې دي.

هغه زياته کړه چې په مرکز کې د زياترو دولتي ادارو ودانۍ د خوست ښار لوېديځ ته په اداري کمپلکس کې، چې کابو ۳ سوه جريبه ځمکه ورته بېله شوې، جوړې شوې دي.

والي نعيمي وويل: ((پنځه کاله مخکې زياتره دولتي ادارو ودانۍ نه درلودې، په کرايي کورونو کې يې فعاليت کاوه. لوحې او بيرغ يې نه درلودل، اوس ورته د ودانيو پر جوړېدو سره کارونه ډېر اسانه شوي دي.))

هغه وايي چې د ډېرى جوړې شوو ودانيو مالي لګښت د وخت پي ار ټي، د امريکا متحده ايالاتو، د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې، نړيوال بانک او ځينو نورو بسپنه ورکوونکو سازمانونو ورکړی دی.

والي عبدالجبار نعيمي همدارنګه پژواک اژانس ته وويل، هڅه کوي چې په مرکز او ولسواليو کې په نږدې راتلونکي کې يو شمېر نورو حکومتي ادارو ته هم پر اسانتياوو سمبال ودانۍ جوړې کړي.

نوموړي زياته کړه: ((هڅه مو دا ده چې د ځينو ولسواليو د امنيې قوماندانۍ ودانۍ او په ځينو سرحدي سيمو کې د سرحدي پوليسو لپاره تاسيسات د کورنيو چارو وزارت او نړيوالې ټولنې په همکارۍ جوړه کړو.))

د خوست ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک اژانس ته وويل، ځينې ادارې چې په حکومتولۍ کې مهم او بنسټيز رول لري، لا هم له خپلو ودانيو نه دې برخمنې شوې.

روان زياته کړه: ((د ټاکنو، فوايدعامې، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې او کډوالو چارو رياستونه، د ترانزيټ، هوايي ډګر او د اداري اصلاحاتو ادارې او ځينې نور دفترونه ودانۍ جوړولو ته جدي اړتيا لري.))

په همدې حال کې مدني فعالان وايي چې د دولتي ادارو لپاره د ودانيو د اړتيا پوره کول، پر حکومت د خلکو باور زياتوي او د دې څرګندويي کوي چې حکومت يې ورځ تر بلې د پياوړي کېدو په حال کې دی.

د خوست د ولايتي شورا د تېرې دورې غړي سيدکريم خاکسار پژواک ژانس ته وويل چې زياتره دولتي ودانۍ چې په اداري کمپلکس کې يو ځای جوړې شوې، د خلکو کارونه يې اسانه کړي دي.

هغه زياته کړه چې اوس خلک هم خپل کارونه ژر خلاصولی شي او هم د دولتي مامورينو د دندو په ترسره کولو کې اسانتياوې رامنځته شوې دي.

خاکسار وويل: ((اوس په نيمه ورځ کې د خلکو کارونه سرته رسېږي. مخکې به چې کله له يوې ادارې نه بلې ته تلل، نو ورځې به تېرېدې، خلک به چې له ولسواليو راتلل، په شپو، شپو به ښار کې پراته وو.))

د خوست يو بل مدني فعال محمد جلال حقيقت وايي چې د دولتي ادارو لپاره د ودانيو شتون د حکومت پر وړاندې د نورو شته ستونزو په هواري کې هم ډېره مرسته کوي.

جلال حقيقت پژواک اژانس ته وويل: ((ګټه يې دا ده چې دولت به خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي. د دولت کاميابي همدا ده چې خلک يې له ښو خدماتو برخمن وي.))

نوموړي همدارنګه له دولته غوښتنه وکړه چې د خپلو ودانيو د ډېر پايښت لپاره دې د هغوی د جوړېدو پر مهال کيفيت ته پوره پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د ټولو دولتي ادارو لپاره پر اسانتياوو د سمبالو ودانيو نشتوالی او په کرايي کورونو کې د دفترونو فعاليت، د دولت له عمده ننګونو څخه ګڼل کېږي.

د چارو کارپوهان په دې نظر دي چې دا کار د حکومتولۍ د پياوړتيا او په خپل وخت د اداري چارو د ترسره کېدا پر وړاندې د خنډ او ځنډ لامل ګرځېدلی دی.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.