ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ولايتي شورا: امنيتي وضعيت ښه شوى

د هرات ولايتي شورا: امنيتي وضعيت ښه شوى

author avatar
14 Mar 2015 - 19:30
د هرات ولايتي شورا: امنيتي وضعيت ښه شوى
author avatar
14 Mar 2015 - 19:30

هرات (پژواک ٢٣ کب ٩٣): د هرات د ولايتي شورا غړي وايي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې د دغه ولايت د امنيه قوماندان په توګه د عبدالمجيد روزي په ټاکل کېدو سره امنيت ښه شوى دى.

يادې ولايتي شورا، نن د هرات امنيتي وضعيت د څېړلو په موخه غونډه وکړه.

د هرات د ولايتي شورا مشر کامران عليزي خبريالانو ته وويل، چې څلور مياشتې وړاندې به دغه ولايت هره ورځ د يوې ترخې پېښې شاهد و، خو د امنيتي برخې په مشرتابه کې د بدلون له امله د پخوا په پرتله د دغه ولايت امنيتي وضعيت ډېر ښه شوى دى.

نوموړي د هرات امنيه قوماندانۍ د سرپرست پاسوال عبدالمجيد روزي له هڅو او کړنو ستاينه وکړه او يې ويل، چى د هرات په کچه د امنيتي وضعيت په اړه تر سره شوې څېړنې څرګندوي، چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت پوليسو ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

د هغه په وينا، په دې موده کې د سړي تښتونې يوه ٨ کسيزه ډله، ١٦ قاچاق وړونکي، ٢١ غله، ٦ قاتلان او دوه ترهګر نيولي او د قاري سميع په نوم د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان وژل شوى، چې پر امنيتي وضعيت يې ښه اغېز ښندلى دى.

د ولايتي شورا غړي محمد مهمدي حديد هم په تېرو دوو مياشتو کې د امنيتي ځواکونو کړنې وستايلې او ويې ويل، چې په ياده موده کې يې د شپې له لوري د ښار وضعيت ته پام کړى او ورته څرګنده شوې، چې اوسمهال امنيتي ځواکونه د امنيت په ټينګولو کې کلک ګامونه پورته کوي.

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونه د شپې له خوا ټول هغه موټرونه، چې په ښار کې تګ راتګ کوي، په کلکه سره تلاشي کوي او دغه چاره د ترهګريزو فعاليتونو د مخنيوي لامل کېږي.

ورته مهال د هرات يو شمېر اوسېدونکي هم د هرات له اوسني امنيتي وضعيت خوښ دي، خو وايي، که چېرې امنيتي ځواکونه بې پروايي ونه کړي، وسله وال مخالفين به هېڅکله هم امنيتي وضعيت خراب نه کړى شي.

د هرات ښار يوې اوسېدونکي سميې ولي زاده وويل: “په دغو وروستيو کې د هرات امنيت ښه شوى، خو له چارواکو مو دا غوښتنه ده، چې دغه وضعيت د لنډمهال لپاره نه وي؛ بايد همدا ډول دوام پيدا کړي.”

د هرات امنيتي چارواکي وايي، دوى به د دغه ولايت د اوسېدونکو د امنيت ساتلو لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم زياتې کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.