ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند تريخ ناور سيمه له وسله والو پاکه شوه

د هلمند تريخ ناور سيمه له وسله والو پاکه شوه

author avatar
14 Mar 2015 - 16:15
د هلمند تريخ ناور سيمه له وسله والو پاکه شوه
author avatar
14 Mar 2015 - 16:15

لښکرګاه (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): د هلمند د ذوالفقار د روانو عملياتو په لړ کې چې له نږدې يوې مياشتې دوام لري، چارواکي وايي چې د لښکرګاه او څو ولسواليو تر منځ پرته “خطرناکه” سيمه تريخ ناور اوس په بشپړ ډول د امنيتي ځواکونو په ولکه کې ده.

په هلمند کې د سرحدي پوليسو د ٦٠٤ زون قوماندان سلطان محمود محمود وايي چې په دغو سيمو کې د ذوالفقار عمليات تېره شپه پاى ته رسېدلي دي.

محمود وايي چې ٢٤ ورځې وړاندې د ملي اردو په مشرۍ د دريو ولسواليو (نادعلي، مارجه او ناوه) او لښکرګاه تر منځ په پرته سيمه تريخ ناور کې عمليات پيل شوي وو.

چارواکي او د هلمند اوسېدونکي وايي چې تريخ ناور د طالبانو مرکز و او له تېرو اتو کلونو په کې د دولت واک نه و.

د دوى په خبره، ان ټول هلمند له تريخ ناور او کلاسنګ سيمو ناامنه و چې يوه يې اوس هم د طالبانو په ولکه کې ده.

تريخ ناور د لښکرګاه د لوېديځ په ١٠ کيلومترۍ کې پرته سيمه ده چې شمال ته يې نادعلي، سوېل ته ناوه او لوېديځ ته مارجه پرتې سيمې دي.

د سرحدي پوليسو د ٦٠٤ زون قوماندان وويل چې امنيتي ځواکونو د تريخ ناور کنټرول ترلاسه کړى او د دوامداره امنيت لپاره به يې ګامونه پورته شي.

د هغه په خبره، په دغو عملياتو کې ګڼې کورنۍ بېځايه شوې او ان د هغوى په کورونو کې طالبانو ماينونه اېښې دي چې اوسمهال امنيتي ځواکونه يې پر شنډولو بوخت دي.

محمود په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

محمد کريم د تريخ ناور اوسېدونکى وايي چې دولت بايد د سيمې د امنيت ساتلو لپاره کلک ګامونه پورته کړي، تر څو دوى په راتلونکي کې بيا د خپلو سيمو پرېښودو ته اړه نه شي.

محمد کريم زياته کړه: “نږدې درې اوونۍ مخکې موږ خپل کور پرېښود او د عملياتو په وخت کې هم دلته طالبانو واکمن وو، موږ هغوى ته هېڅ نه شواى ويلى، ډېرې نورې خبرې هم شته چې موږ يې نه شو ويلى يواځې خداى پرې پوهېږي.”

د سيمې يو بل اوسېدونکى باران وايي چې زموږ د خلکو لومړۍ غوښتنه د امنيت ټينګېدل دي.

هغه زياته کړه: “له تېرو اتو کلونو موږ په سيمه کې کراره ورځ نه ده ليدلې، دولت هم پوره هڅه نه کوي او طالبان هم له دې سيمې لاس نه اخلي.”

باران له امنيتي چارواکو وغوښتل چې په تريخ ناور کې د طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوي ماينونه ژر تر ژره شنډ کړي، تر څو دوى له ويرې پرته خپلو کورونو اوکرندو ته ولاړ شي.

يوې سپين سرې مېرمن چې ويې نه غوښتل خپل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې تازه بېرته خپلو سيمو ته راستانه شوي دي، خو د ماينونو له وېرې د کورنۍ ټول غړي ښځې او ماشومان د لارې پر سر ناست دي.

بلخوا د امنيې قوماندانۍ يوه چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل چې تېره ورځ د لښکرګاه په کلاسنګ او سرکار سيمه کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته کې دوه پوليس ووژل شول.

ده وويل چې امنيتي ځواکونو غوښتل په سيمه کې عمليات وکړي، چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شول.

دى وايي که څه هم څلور ورځې وړاندې په دې سيمه کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته، خو اوس بېرته سيمې ته راغلي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي چې د کلاسنګ په جګړه کې يې امنيتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادولو ده چې يوه اوونۍ وړاندې تريخ ناور ته څېرمه د سيستاني په سيمه کې طالبانو پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې امنيتي ځواکونو سيمه پرېښوده.

په دې سيمه کې يواځې د سيمه ييزو پوليسو يوې ښځينه غړې حجاني له طالبانو سره مقاومت وکړ.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.