ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ په نړيوال جام کې دافغانستان د ملي لوبـډلې دلوبو  ارزونه

د کرکټ په نړيوال جام کې دافغانستان د ملي لوبـډلې دلوبو ارزونه

author avatar
14 Mar 2015 - 13:10
د کرکټ په نړيوال جام کې دافغانستان د ملي لوبـډلې دلوبو  ارزونه
author avatar
14 Mar 2015 - 13:10

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): يو شمېر شنونکي د کرکټ په نړيوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې ګډون لويه لاسته راوړنه بولي، خو زياتوي چې په ملي لوبډله کې ځينې خامۍ وې چې بايد په راتلونکي کې ورته پاملرنه وشي.

افغانستان چې ١٤ کاله پخوا يې ملي لوبډله نه لرله، د لومړي ځل لپاره په يو ورځني پنځوس اووريز نړيوال جام کې يې د ګډون چانس ترلاسه کړ او له دغه کار سره يې نړيوال ګوته په غاښ کړل.

افغانستان د کرکټ د نړيوال جام په الف ګروپ کې له اسټراليا، نيوزيلينډ، سريلانکا، انګلستان، سکاټلينډ او بنګله دېش سره و چې تر ب ګروپ يې لوبډلې پياوړې وې.

ملي لوبډلې په خپل ګروپ کې له سريلانکا او بنګله دېش سره تر سختې مقابلې وروسته خپلې لوبې وبايللې، خو له سکاټلينډ څخه يې تر سختې مقابلې وروسته يواځېنۍ لوبه وګټله.

خو د اسټراليا او نيوزيلينډ لوبډلو افغانستان ته په ستر توپير ماتې ورکړه او خپله پياوړتيا يې ثابته کړه.

د نړيوال جام په سياليو کې د افغانستان له لوري په توپوهنه کې يواځې سميع الله شينواري او په توپ اچونه کې شاه پور ځدراڼ او حميد حسن له ځانه وړتيا وښوده او نورو لوبغاړو د پام وړ لوبه ترسره نه شوه کړاى.

د کرکټ لوبې کارپوه، ليکوال او ژورنالېست مطيع الله عابد وايي چې په نړيوال جام کې ګډون د افغانستان لپاره لويه لاسته راوړنه وه، هم يې نوم مشهور شو او هم يې بيرغ ورپېد.

خو هغه پژواک اژانس ته وويل چې د لوبډلې په جوړښت ،ترتيب او د لوبې پر مهال د تصميم په نيولو کې اوس هم ډېر کار ته ضرورت شته.

ده زياته کړه : (( لا هم د لوبډلې په انتخاب شکونه کېږي ، په وروستۍ لوبه کې د شفيق الله شفق شاملول، وروسته له هغه دا شکونه قوي کړل، چې نوموړي تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې.))

شفق چې د ملي لوبـډلې پياوړى وېکټ ساتونکى او توپوهونکى دى، په احتياط لوبغاړو کې ساتل شوى و، خو کله چې ميرويس اشرف ټپي شو، نو شفق اسټراليا ته ولېږل شو، که څه هم هغه په وخت ورسېد، خو بيا هم په دوو لوبو کې چانس ورنکړل شو او په وروستۍ کې د انګلستان پر وړاندې چانس ورکړل شو.

مطيع الله عابد وايي چې تر وروستۍ لوبې پورې ميدان ته د لوبغاړو د لېږلو ترتيب نه و معلوم، لوبغاړي نه پوهېدل چې په کوم نمبر به لېږل کېږي، چې دغه کار د لوبغاړو پر وړتيا ناوړه اغېزه کوي.

ده زياته کړه: ((توپ وهنه کې ټول د سميع الله او نجيب الله په تمه ناسته وو، د عثمان غني او ګلبدين په تګ څوک پوه نه شول. تر اوسه څوک په دې پوه نه شول چې د افتاب او ناصر جمال يې ولې په لوبـډله کې اخيستي وو او بيا د دوى نه لوبول سوالونه پيدا کوي.))

د هغه په وينا، د اسټراليا پر وړاندې پچه ګټل او بيا توپ اچونه هم لوى سوال دى، چې ايا روزونکى د کرکټ ادارې کارمند دى او که د کرکټ بورډ د روزونکي تر لاس لاندې دى.

عابد هيله څرګنده کړې چې هېواد ته د ملي لوبډلې تر ستنېدو وروسته دې د کرکټ بورډ ادارې مسوولين ولس ته د ټولو پوښتنو ځواب ورکړي.

هغه زياته کړې: ((ولس هم بايد له کرکټ سره يو څه ځان بلد کړي او په تبصرو کې احتياط وکړي؛ ځکه چې کرکټ کول او پر هغه خبرې کول دواړه ډېر فکر او توجه غواړي.))

د لوبه ټولنې مسوول او د کرکټ لوبې کارپوهه ضراب شاه زهير که څه هم په نړيوال جام کې دافغانستان ګډون لويه لاسته راوړنه بولي، خو زياتوي چې لوبغاړو له ځانه هغه وړتيا نه ښوده، چې ترې تمه کېده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د افغانستان همسياليو لوبډلو سکاتلينډ، ايرلينډ او امارات له افغانستان څخه ښې لوبې وکړي او ايرلينډ خو دويم پړاو ته دتګ چانس هم لري.

نوموړى وايي چې افغانستان درې بهرني روزونکي ګومارلي وو، خو هغوى هم اغېزمن ثابت نه شول.

زهير د لوبغاړو پر ټاکنيزې کمېټې هم نيوکه کوي اوايي چې پخوانيو تجربه لرونکو لوبغاړو ته يې چانس نه و ورکړى.

د کرکټ لوبې بل کارپوه زبير بابکرخېل هم وايي چې په نړيوال جام کې د افغانستان ګډون په ملي او نړيواله کچه افغانستان ته ښه نوم ورکړ.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې دې لوبې په هېواد کې دننه او بهر په افغانانو کې ملي يووالى رامنځته کړ او افغانان يې سره راټول کړل.

هغه زياته کړه: ((د اسټراليا او نيوزيلينډ په ميدانونو کې هزاره، پښتون، تاجک او د هر قوم خلک په داسې حال کې د خپلې ملي لوبډلې تشويق لپاره ورتلل، چې په لاسونو کې يې ملي بيرغ نيولى و.))

خو بابکرخېل د ملي لوبډلې د ځينو لوبغاړو پر لوبو سخته نيوکه کوي او زياتوي چې دوى د خپلو سياليو لوبډلو (سکاټلينډ، ايرلينډ او امارات) په پرتله هم ډېره ټيټه لوبه وکړه.

نوموړي زياته کړه چې د يادو هېوادونو لوبغاړو سليزې ووهلې او هم يې په توپ اچونه کې له ځانه وړتيا وښوده او د سکاټلينډ يو لوبغاړى د زياتو لوبغاړو سوځولو په جدول کې لومړى مقام لري.

هغه وايي، افغانستان د لومړي ځل لپاره په نړيوال جام کې برخه اخيستې وه، لوبغاړو بايد داسې لوبه کړې واى چې د ټولې نړۍ پام ورته اوښتى واى، او په راتلونکي کې يې له افغانستان سره ډېرې نړيوالې لوبې ترسره کړې واى.

زبير بابکرخېل د لوبډلې پر انتخاب هم نيوکه کوي او زياتوي چې د دوو درېيو لوبغاړو پر ځاى بايد نورو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوى واى.

هغه په دې برخه کې يواځې د افسر ځاځي يادونه وکړه.

د کرکټ يو لوبغاړى جمال احمد بيا له دې کار سره سخت مخالفت کوي چې د ماتې پر مهال دې لوبغاړو او ملي لوبډلې ته سپکې سپورې وويل شي.

هغه زياته کړه: ((کله چې راته لوبه وګټي، نو په سر يې کېنوو او که ويې بايلي يا خرابه لوبه وکړي نو سپکې سپورې پسې وايو.))

د جمال په وينا، کرکټ د انګلستان ايجاد دى، خو هغوی هم له نړيوال جام څخه ووتل او له افغانستان سره به يو ځاى د خپل هېواد پر لور روانېږي.

خو نوموړى وايي چې د لوبې پر مهال ځينو افغان لوبغاړو ډېرې تېروتنې وکړې او هغه ډول لوبه يې ونه کړه، څومره چې ترې تمه وه.

د هغه په وينا، د کرکټ بورډ ادارې ته په کار ده چې له ډېرو تېروتنو درس واخلي او په راتلونکي کې پر ملي لوبډلې ډېر کار وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس وايي چې په نړيوال جام کې د ملي لوبـډلې ګډون يو داسې خوب و چې ډېر خلک يې په رښتيا کېدو باوري نه دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په نړيوال جام سياليو کې د لومړي ځل لپاره ونډه اخيستل او بيا لومړۍ بريا ترلاسه کول يوه ډېره ستره لاسته راوړنه وه.

د دانش په وينا، سکاتلينډ او امارات چې تر دې مخکې يې هم څو څو وارې په نړيوال جام کې برخه اخيستې وه، د بريا له ارمان سره خپلو هېوادونو ته ستنېږي او هېڅ يوه لوبه يې ونه ګټله.

نوموړي زياته کړه: ((موږ په نړيوال جام سياليو کې د ملي لوبډلې د هر لوبغاړي ځانګړې څارنه وکړه او ټول هغه منفي او مثبت ټکي مو له ځان سره ياداشت کړل، دغه ټول ټکي به په انفرادي ډول د غوراوي کمېټې له هر غړي او روزونکي سره وڅېړل شي.))

دى وايي، هڅه کوي چې يادې تېروتنې سمې او په راتلونکي سم پلانونه جوړ کړي.

بلخوا د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان توپ اچوونکي ډېر پياوړي وو او د زمبابوى، سکاټلينډ، هالنډ ، کاناډا او اماراتو په پرتله يې له ځانه ښه وړتيا ښودلې ده.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.