جلال اباد (پژواک، ۲۳ کب ۹۳): چارواکي وايي چې د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يوه ډلمشر په ګډون اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسين خېل د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ د “مچ ميږي” په سيمه کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی دی.
حسين خېل وويل: ((په دغه بريد کې د نذير افريدي په ګډون اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي. نذيز افريدی د دې ډلې سرګروپ و.))
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا په وژل وسله والو کې پاکستاني طالبان شته؟ هغه يې په اړه بې خبري وښوده.
د هغه په وينا، د وژل شوو کسانو سرګروپ نذير افريدي په سيمه کې په ډېرو نورو پېښو کې هم لاس درلود.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته تاييده کړه چې په لعلپوره کې د بې پيلوټه هوايي بريد شوى او د يوه سرګروپ په کډون په کې شپږ وسله وال وژل شوي خو د هغوى د هويت په اړه يې څه ونه ويل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ هم په ننګرهار کې د يوه بې پيلوټه بريد په ترڅ کې شپږ وسله وال وژل شوي وو.
وروسته پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړ چې په وژل شوو کې د پاکستاني طالبانو د سياسي شورا مشر قاري شکيل هم شامل دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن