ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“نوماند وزيران دې ولسي جرګې ته ژر ور وپېژندل شي”

“نوماند وزيران دې ولسي جرګې ته ژر ور وپېژندل شي”

author avatar
14 Mar 2015 - 15:34
“نوماند وزيران دې ولسي جرګې ته ژر ور وپېژندل شي”
author avatar
14 Mar 2015 - 15:34

کابل، (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې د کابينې په جوړښت کې ځنډ به د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډ لامل شي او حکومت بايد پاتې نوماند وزيران ډېر ژر ولسي جرګې ته ور وپېژني.

د بدخشان استازي عبدالولي نيازي د جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې وويل: ((که چېرې کابينه بشپړه نه شي، نو پارلماني ټاکنې هم پر ټاکلي وخت نه شي ترسره کېداى.))

د هغه په خبره، په وزارتونو او نورو دولتي ادارو کې د سرپرستانو شتون په هېواد کې  د ناامنۍ، اقتصادي رکود او قانون د نه پلي کېدو سبب شوى دى.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي فاروق مجروح هم د سرپرستانو کار د قانون خلاف وباله او له ولسمشره يې غوښتنه وکړه چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي له ټاکلو وروسته دې د نوماندانو د معرفي په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي.

ولسمشر اشرف غني د کب په ١٦مه د ملي شورا  د شپاړسمې تقنيني  دورې د وروستي کال د پرانيستې غوڼدې ته وويل چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي له ټاکنو وروسته به پاتې نوماند وزيران ولسي جرګې ته ور وپېژني.

د دې جرګې اداري پلاوى د تېرې پنجشنبې په ورځ وټاکل شو، خو نوماند وزيران لا هم ولسي جرګې ته نه دي ورپېژندل شوي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي هم وويل چې سرپرستانو ته  د کار سپارلو چارې حکومت پر يوه بې واکه او بې مسووليته حکومت بدل کړى او دا ستونزه بايد ژر تر ژره حل شي.

هغه زياته کړه چې ولسمشر او د حکومت اجرايي مشر د نوماندو زيرانو پر ټاکنه بوخت دي او ځيني نور کارونه لکه د ټاکنيز نظام سمون او نور لا پاتې دي.

نوموړي وويل چې دغه چاره د دې لامل شوې چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ځنډ راشي، ځکه دغو ټاکنو ته چمتووالى وخت او د امکاناتو تدارک ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني تېره اوونۍ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله د ولسي جرګې ټاکنې پر خپل وخت نه شي ترسره کېداى.

ټاکل شوې چې د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې غړي له يوې تر دوو مياشتو موده کې د ولسي جرګې د دورې له پاى ته رسېدو (د پنځم کال د چنګاښ لومړۍ نېټه) سره  ترسره شي.

مشواڼي همدارنګه زياته کړه چې د سرپرستانو له خوا د کار مخته وړل د خلکو په ځينو کارونو کې د ځنډ لامل ګرځي، ځکه چې سرپرستان د مقرريو او ځينو نورو چارو واک نه لري.

هغه نيوکه وکړه او وويل:((په نورو ادارو کې مقرري بنده ده، خو په اجراييه رياست او چارو اداره کې هره ورځ لسګونه کسان مقررېږي.))

د دې جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د سرپرستانو کار غيرمنصفانه او د قانون خلاف وباله او د حکومت له مشرانو يې غوښتنه وکړه چې امريکا ته تر سفر وړاندې دې وزيران ور معرفي کړي.

د دغه قانون له مخې، هېڅوک هم نه شي کولى چې له دوو مياشتو زيات د سرپرست وزير په توګه کار وکړي.

ابراهيمي  وويل: ((ارګ ژمنه کړې چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي له ټاکنو وروسته به کابينه ور معرفي کوي، ټاکنې ترسره شوې او موږ هيله من يوو چې پاتې نوماند وزيران ډېر ژر معرفي شي.))

ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله تر دوو راتلونکو اوونيو پورې د امريکا متحدو ايالاتو ته سفر ولري.

د ابراهيمي په خبره، امريکا ته تر سفر وړاندې د نوماند وزيرانو معرفي کول او د باور رايه اخيستل به پر نوي حکومت د امريکا باور زيات کړي.

د ملي يووالي حکومت د روان کال د مرغومي په ٢٢مه د کابينې ٢٥ نوماند وزيران او دوه خپلواک رييسان ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستلو لپاره ور وپېژندل چې له دې ډلې يې يواځې اتو نوماند وزيرانو او د ملي امنيت عمومي رييس د باور رايه واخيسته.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.