ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني  سعودي عربستان ته ولاړ

ولسمشر غني سعودي عربستان ته ولاړ

author avatar
14 Mar 2015 - 11:02
ولسمشر غني  سعودي عربستان ته ولاړ
author avatar
14 Mar 2015 - 11:02

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٣): ولسمشر اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې وروسته سعودي عربستان ته روان شوى دى.

له ارګه د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر به د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزيزي او د دغه هېواد له يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر به د دغه سفر پر مهال په مکه مکرمه کې د عمرې مراسم هم ادا کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر، د اجرائيه رياست لومړى مرستيال انجنير محمد خان، د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني،  د پوهنې وزارت سرپرست محمدشفيق صميم، د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست واصل نور مومند، د ماليې وزارت سرپرست شفيق احمد قاري زاده، د بهرنيو چارو  وزارت سياسي مرستيال حکمت کرزى، د چارو د ادارې لوى رييس عبدالسلام رحيمي، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رييس محمد معصوم ستانکزى او د ولسمشرۍ وياند اجمل عبيد عابدي ملتيا کوي.

تر دې مخکې د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) خبر ورکړى و چې افغان ولسمشر به نن جدې ته ور ورسېږي او لومړی به په مکه مکرمه کې عمره ادا کړي.

سرچينې زياته کړې چې افغان ولسمشر به سبا (د يکشنبې ورځ) د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته ولاړ شي او هلته به د سعودي له پاچا خادم الحرمين الشرفين ملک سلمان بن عبدالعزيز ال سعود سره وګوري.

په راپور کې راغلي چې د دې ليدنې پر مهال به د دواړو هېوادونو تر منځ پر دوه اړخيزو موضوعاتو خبرې وشي.

ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې سعودي عربستان ته سفر کوي چې په دې وروستيو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو راپورونه  ورکړل شوي دي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار سعودي عربستان ته د ولسمشر اشرف غني سفر مهم بولي او زياتوي چې سعودي د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولى شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې ولسمشر غني به هڅه وکړي چې د سولې په پروسه کې د سعودي عربستان مرسته او ملاتړ جذب کړي.

حقيار وايي چې سعودي پر طالبانو او پاکستان هم اغېزه لري او که چېرې سعودي په ريښتينې توګه مرستې ته اماده شي، نو ګټورې پايلې به ولري.

د يادونې ده، ولسمشر اشرف غني واک ته تر رسېدو وروسته هم لومړى سفر سعودي عربستان ته کړى و.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.