ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د المار د اوبو راګرځونې بند چارې پيل شوې

د المار د اوبو راګرځونې بند چارې پيل شوې

author avatar
15 Mar 2015 - 20:38
د المار د اوبو راګرځونې بند چارې پيل شوې
author avatar
15 Mar 2015 - 20:38

مېمنه (پژواک ٢٤ کب ٩٣): د فارياب ولايت د المار بند، چې له ٣٠زره هکتارو څخه ډېرې کرنيزې ځمکې ته اوبه ورکولى شي او د دوو ودانيزو شرکتونو تر منځ د اختلاف له امله يې کار ځنډېدلى و، د رغولو چارې يې له سره پيل شوې.

د اوبو د راګرځولو د دغه غټ بند کار، درې کاله وړاندې د ٥٤ ميليونو ډالرو په لګښت چې بوديجه يې د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختيايي بوديجې ورکول کېږي، پيل شو او ټاکل شوې وه، چې سږ کال بشپړ شي، خو د سيمه ييزو چارواکو په وينا، تر اوسه پورې يواځې بند ته د غځېدلې سړک د جغل اچولو او برابرولو ١٠ کيلومټره لومړني کارونه تر سره شوي دي.

تېر کال د فارياب سيمه ييزو چارواکو د المار بند د کار پر درېدو اندېښنه څرګنده کړې وه او لامل يې د خليل ځدراڼ په نوم د يوه افغاني او تاديس په نوم د تاجکستاني شرکتونو ترمنځ اختلاف ښودلى و او د اوبو او انرژۍ وزارت يې د مديريت پر نه شتون تورن کړى و.

خو د فارياب سرپرست والي محمد الله بتاش وايي، اوسمهال د دغه بند چارې تاجکستاني شرکت پيل کړې او ژمنه يې کړې، چې المار بند د غځېدلي سړک د قير کولو چارې به په راتلونکو دوو مياشتو کې بشپړې کړي.

نوموړي، له دغه بند څخه ليدنه کړې او په اړه يې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو درېيو کلونو کې د دغه بند يواځې ١٥ سلنه چارې پر مخ وړل شوې او اوسمهال د ياد بند پاتې چارې هم پيل شوې دي.

بتاش زياته کړه، چې د اوبو د راګرځو د بند چارې بايد د تېرو درېيو کلونو په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخيستو ته سپارل شوې وى، چې اوسمهال دغه موده پاى ته رسېدلې او د اوبو او انرژۍ وزارت له تاجکستاني شرکت د دوو نورو کلونو لپاره دغه قرارداد غځولى او ياد شرکت ژمنه کړې، چې پروژه په ټاکل شوې موده کې پاى ته رسوي.

د فارياب ولايت سرپرست وويل، چې د راتلونکي کال په بوديجه کې د المار بند د کار د دوام لپاره شاوخوا څلور نيم ميليونه ډالره منظور شوي دي.

د دغه بند په رغولو سره به له ٣٠زرو څخه ډېره ځمکه اوبه شي او پر دې سربېره د څښلو د اوبو دوه کانالونه هم د سيمې د خلکو د اړتيا وړ اوبو ستونزې هم حل شي.

د المار ولسوالۍ د اخندبابا سيمې يوه بزګر محمدصالح وويل، چې دوى سږ کال د دغه بند د چارو د بشپړېدو په تمه و، څو ځمکې به يې د بند له اوبو خړوبې شي، خو داسې ونه شول او دوه کاله نور وخت به هم ونيسي.

هغه زياته کړه: “زه له خپلو وروڼو سره په شريکه پنځوس جريبه کرنيزه ځمکه لرو چې اوبو ته سخته اړتيا لري او هر کال خپلې ځمکې د للمۍ په ډول کرو؛ که چېرې باران وشو، نو حاصلات يې تر لاسه کوو، که ونه شو، نو هېڅ حاصلات نشته.”

د تېرو درېيو کلونو په ترڅ کې دغه بند د وسله والو مخالفينو له امنيتي ګواښونو په امن کې نه و، چې د دغه بند يو شمېر ساتونکي د المار د لارو په اوږدو کې د وسله والو په بريدونو او د ماين خښولو په پېښو کې وژل شوي دي.

خو د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام وايي، د دغه بند د کارکوونکو او امنيتي ځواکونو امنيت ته يې چې له يادې سيمې تېرېږي، کلک امنيتي تدابير په پام کې نېولي او د يادې پروژې په شاوخوا کې يې امنيتي پوستې ځاى پر ځاى کړې دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.