ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ١٣٠٠ معتادينې ثبت شوې دي

ننګرهار کې ١٣٠٠ معتادينې ثبت شوې دي

author avatar
15 Mar 2015 - 13:08
ننګرهار کې ١٣٠٠ معتادينې ثبت شوې دي
author avatar
15 Mar 2015 - 13:08

جلال اباد (پژواک، ۲۴ کب ۹۳): د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ۱۳سوو په شمېر ښځينه معتادينې ثبت شوې، خو ويل کېږي چې دا کچه تر دې هم لوړه ده.

روغتيايي چارواکي وايي چې دغه په نشه يي توکو روږدې ښځې او نجونې تر ډېره په لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي او سږ کال د عامې روغتيا په روغتون کې د ښځينه معتادينو شته شپېته بستره هېڅ خالي شوي نه دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې پر نشه يي توکو د روږدو ښځو کچه ځکه لوړ شوې چې په لرې پرتو سيمو کې د کوکنارو له پاتې شونو د ناروغيو پر وخت ګټه اخيستل کېږي.

کامه وال وايي: ((په لرو پرتو سيمو کې ميندې خپلو ماشومانو ته د ناروغيو په وخت کې د کوکنارو پاتې شوني او يا هم افيم ورکوي.

موږ ۱۳۰۰ ښځې ثبت کړې دي چې پر نشه يي توکو روږدې شوې دي.

د ښځينه معتادينو شمېر دومره ډېر شوی چې زموږ  د روغتون شته شپېته بسترونه سږ کال هېڅ خالي شوي نه دي.))

نوموړي د تېر کال د روږدو مېرمنو شمېر په ډاګه نه کړ خو يادونه يې وکړه چې تاوتريخوالی، بې کاري، نشه يي توکو ته لاسرسی، د عامه پوهاوي نه شتون هغه لاملونه دي چې ښځې پر نشه يي توکو روږدې کوي.

د ننګرهار په عامې روغتيا روغتون کې له بستري معتادو ښځو سره د خبرو کولو لپاره اجازه نه ورکول کېږي.

بلخوا د شينوارو ولسواليو يوه قومي مشر ملک سيد حکيم حقيار پژواک اژانس ته تاييد کړه چې د دغو ولسواليو په لرو پرتو سيمو کې مېرمنې خپلو ماشومانو ته د نارغيو پر مهال نشه يي توکي ورکوي.

ملک حقيار وويل: ((په شينوارو ولسواليو کې په ځانګړې ډول په اچين کې د روغتيايي کلينيکونو د کموالي او يا هم د فقر له امله مېرمنې خپلو ماشومانو ته د ناروغتيا پر مهال نشه يي توکي ورکوي. ما روږدې مېرمنې نه دې ليدلې خو د اچين په لرو پرتو سيمو کې ډېرې داسې نجونې او هلکان شته چې په ماشومتوب کې ورته نشه يي توکي ورکړل شوي او اوس په کې د روږدي کېدو نښې لېدل کېږي.))

نوموړي پر حکومتي ادارو نيوکې وکړې چې تر اوسه يې په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي مرکزونه نه دي ډېر کړي او د ده په وينا نه يې هم د دې چارې د مخنيوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاينونه کړي دي.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني پژواک اژانس ته وايي چې په دغه ولايت کې د ښځينه معتادينو شمېر مخ په ډېرېدو دی او بايد دغې ستونزې ته حل لاره پيدا شي.

انيسه زياتوي: ((ډېر ځله داسې شوي چې پر نشه يي توکو د روږدو مېړونو له امله د هغوى مېرمنې روږدې شوې، مثلاً د هغو د جامو او لباس څخه د بوى له امله يا نور.))

په ورته مهال په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو د ملاتړ څانګې مشره هاشمه شريف بيا د روږدو مېرمنو د کچې د ډېرو لاملونه فقر او کورنۍ ستونزې بولي.

شريف زياتوي: ((کورنی تاوتريخوالی، جبري ودونه او غريبي د دې لامل شوي چې يو شمېر مېرمنې روږدې شي.))

هر کال د ننګرهار د يو شمېر ولسواليو په ګډون د هېواد په ځينو سيمو کې کوکنارو کرل کېږي، چې د ډېرو په باور په کور دننه يې هم د نشه يي توکو د استعمالوونکو شمېر ډېر کړی دی.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.