دوهم تعقيب – غزني ښار (پژواک، ٢٤ کب ٩٣): د غزني چارواکي وايي، په قره باغ ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له لوري له تښتول شويو لسو مسافرينو څخه ٩ تنه يې خوشې شوي دي.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي د کب په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال شاوخوا ١٢ بجې له کابل څخه د جاغوريو ولسوالۍ په لور دوه سراچه موټر، چې لس سپرلۍ په کې وې، روان وو، چې ولسوالۍ ته نږدې طالبانو درولي وو.
ده زياته کړه، له يادو موټرو څخه وسله والو لس تنه سپرلۍ ښکته کړې او له ځان سره يې بېولې وې، چې نيم ساعت وروسته يې پنځه تنه راخوشې کړي دي.
د هغه په وينا، څلور تنه نور يې مازيګر مهال راخوشې کړي او يو مسافر لا تراوسه ورسره دى، چې ښايي له ده څخه يې د دولت يا کومې موسسې کارت موندلى وي او په همدې خاطر يې له ځان سره ساتلى دى.
خو هغه زياتوي، امنيتي ځواکونو په دې اړه په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
د يادونې ده، چې وسله والو درې اوونۍ مخکې په زابل ولايت کې هم ٣٠ تنه مسافر تښتولي، چې تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن