ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې يوه روغتيايي مرکز د ١٠٠٠ روږدو کسانو درملنه کړې

په کندهار کې يوه روغتيايي مرکز د ١٠٠٠ روږدو کسانو درملنه کړې

author avatar
15 Mar 2015 - 17:17
په کندهار کې يوه روغتيايي مرکز د ١٠٠٠ روږدو کسانو درملنه کړې
author avatar
15 Mar 2015 - 17:17

کندهار (پژواک، ٢٤ کب ٩٣): د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز ١١٠ تنه پر نشه روږدي له درې مياشتنۍ درملنې وروسته د کب په ٢٤مه خپلو کورنيو ته وسپارل.

دغه مرکز چې دوه کاله وړاندې د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په شخصي لګښت جوړ شوى، تر دې مهاله يې د ١٠٠٠ روږدو کسانو وړيا درملنه کړې ده.

د دغه روغتون مسوول او د کندهار د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مديريت د کشف امر دويم څارن محمد اسماعيل غوثي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې مرکز کې د ١١٠ تنو نشه يانو درملنه بشپړه شوه او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

هغه زياته کړه، دغه نشه يان چې پر کندهار سربېره د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي وو، د دريو مياشتو په موده کې د درملنې تر څنګ حرفوي زده کړې هم ورکړل شوې دي.

د نوموړي په وينا، په دغه مرکز کې تر دې مهاله د ١٠٠٠ تنو نشه يانو درملنه شوې او تر ١٠٠ زيات اوس هم تر درملنې لاندې دي.

دى وايي، له دې سربېره چې دغه مرکز ته خلک په نشه يي توکو روږد کسان د درملنې لپاره راوړلي، ډېر مهال پوليس په ښار کې پر نشو روږدي نيسي او دغه مرکز ته يې د درملنې په موخه لېږي.

د معتادينو د دغه مرکز يو ډاکټر محمد موسى ظفر وايي چې د نورو مرکزونو په پرتله په دې مرکز کې د نشه يانو د درملنې موده اوږده او ښه ده.

هغه زياته کړه، له دغه مرکز سره د کندهار يو شمېر اوسېدونکي مالي مرستې کوي، چې له دې سره دوى د نشه يانو د درملنې لړۍ هم چټکه کړې ده.

د کندهار يو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې په دې مرکز کې يې په نشو د روږدو کسانو ښه درملنه کېږي.

د بصير احمد په نوم يوه عمر خوړلي کس چې په نشه يي توکو روږدى زوى يې دغه مرکز ته د درملنې لپاره راوستى و، پژواک اژانس ته وويل، د دغه مرکز ښېګڼه دا ده چې د يوه نشه يي کس پر له پسې درې مياشتې درملنه کوي او په دې موده کې هېڅوک نه شي کولاى په پټه نشه يي توکي دغه مرکز ته تېر کړي.

دى وايي، زوى يې له ډېره وخته نشي کوي او تر دې وړاندې يې هم دوه ځله درملنه کړې ده او اوس چې بيا يې درملنه شوې ده، برخليک ته يې اندېښمن دى، ځکه دلته نشه يي توکو ته لاسرسى اسان دى، بې کاري او بې روزګاري ده، له همدې امله ډېر وګړي تر درملنې وروسته هم په نشه يي توکو اخته کېږي.

هغه له حکومته وغوښتل چې په دې برخه کې پراخې هلې ځلې وکړي، تر څو ټولنه د نشو او نشه يانو له ناورين څخه وژغورل شي.

د معلوماتو له مخې دا مهال په کندهار ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر شا وخوا ١٠٠ زره تنو ته رسېږي، چې هره ورځ تر ١٠٠ زره ډالر زيات د نشه يي توکو په رانيولو لګوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.