ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت او وسله وال مخالفين به مخامخ خبرې وکړي”

“حکومت او وسله وال مخالفين به مخامخ خبرې وکړي”

author avatar
16 Mar 2015 - 20:15
“حکومت او وسله وال مخالفين به مخامخ خبرې وکړي”
author avatar
16 Mar 2015 - 20:15

کابل (پژواک ٢٥ کب ٩٣): حکومت له وسله والو مخالفينو سره، سوله له خپلو لومړيتوبونو بولي او له هغوى سره په مخامخ ډول د خبرو کولو يادونه کوي او له چين هېواد غواړي، چې پر پاکستان د فشار له لارې دغه هېواد د افغانستان د سولې په لړۍ کې هڅه وکړي.

نن د افغانستان او چين تر منځ يوه ګټه ناسته، چې “د افغانستان او چين اړيکې، فرصتونه او نظرونه” تر نوم لاندې جوړه شوې وه، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سټراټيژيکو مطالعاتو مرکز او د چين د معاصرو نړيوالو اړيکو د مطالعاتو انسټيټيوټ له لورې په کابل کې تر سره شوه.

د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي، د يادې ناستې له تر سره کېدو يې موخه، د دواړو هېوادونو د بېلابېلو اړخونو څېړنه ده او دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ  د اړيکو په پراختيا کې له شتوو ظرفيتونو څخه په بېلابېلو ډګرونو کې ګټه پورته شي.

په دغې ناسته کې، په افغانستان کې پرمختګ او پراختيا، د سولې پروسې پر مخ وړل او پر پاکستان د چين د نفوذ له لارې په دغې لړۍ کې د پاکستان د سولې په رول هم خبرې وشوې.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي، په دغې ناسته کې وويل، چې د سولې د خبرو اترو د پيلېدو په اړه هڅې روانې دي او په دې برخه کې چين مهم رول لوبولى شي، ځکه دا هېواد له پاکستان سره پياوړې اړيکې لري.

هغه زياته کړه، افغانستان به چين وهڅوي، څو پر پاکستان باندې د فشار له لارې ياد هېواد د سولې په راوستو کې رښتونې هڅې وکړي؛ لکه څرنګه چې ثابته شوې، چې هره دوامداره جګړه او شخړه په يوې سياسي حل لارې سره پاى ته رسېدلې ده.

کرزي زياته کړه، چې نوى حکومت سولې ته لومړيتوب ورکوي او د سيمې او ګاونډيو هېوادونو سره په خبرو بوخت دى، څو د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره دوامداره سياسي حل لاره پيدا شي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين، د دې خبرې په څرګندولو سره چې ډېر ژر به له وسله والو مخالفينو سره مخامخ خبرې پيل شي، وويل چې حکومت يوه ډله حکومتي مرکچيان په دنده ګومارلي، څو د سولې خبرې اترې پر مخ يوسي او پرېکړه وکړي، چې دا خبرې په کوم هېواد کې تر سره شي.

دا په داسې  حال کې ده چې يو شمېر خبري رسنيو ويلي، چې د دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې به په کابل، چين او يا هم په عربي متحده اماراتو کې تر سره شي، خو طالبانو تر اوسه پورې دا ډول خبرونه رد کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين وويل: “ترهګري اوس هم د يوه لوى ګواښ په توګه د سيمې د هېوادونو امنيت ګواښي او د طالبانو، لشکر طيبه، د پاکستانيو طالبانو تحريک، د ترکمنستان د ختيځ حرکت جنبش او داعش په ګډون ترهګريزې ډلې، د سيمې د امنيت لپاره سخت خطر دي.”

هغه زياته کړه، له دغو ډلو څخه رامنځته شوي ګواښونه، نه يواځې افغانستان، بلکې د سيمې هېوادونو په ځانګړي ډول چين هېواد ته ستر خطر دى او د دوى د ګواښونو له منځه وړلو لپاره بايد افغانستان او چين په دغه برخه کې له يو بل سره ګډه استخباراتي همکارۍ وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت د سټراټېژيکو مطالعاتو مرکز مشر فرامرز تمنا وويل، چې د چين د معاصرو نړيوالو اړيکو د مطالعاتو انسټيټيوټ د افغانستان په اړه د چين د بهرني سياست د پرېکړې په برخه کې له اغېزناکو بنسټونو څخه شمېرل کېږي.

هغه زياته کړه، په افغانستان، سيمه او نړۍ کې چې کوم بدلونونه رامنځته شوي او ځينې د رامنځته کېدو په حال کې دي، نو بايد له ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول له چين سره په بېلابېلو ډګرونو کې اړيکې پراختيا ومومي.

تمنا وويل، چې افغانستان او د نړۍ هېوادونه سولې ته سخته اړتيا لري او حکومت په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره له ټولو شتو ميکانيزمونو څخه په ګټې د سولې خبرو اترو د رسېدو لپاره هڅه کوي.

تمنا زياته کړه: “چين يواځې زموږ ګاونډى نه دى، بلکې دغه هېواد د اقتصاد، سياست، علم او نړيوالې ټکنالوجۍ په برخو کې پياوړى هېواد دى؛ زموږ دا ګاونډى هېواد پرمختللى هېواد دى چې افغانستان بايد د چين له دغه سيمه ييزو او نړيوالو ظرفيتونو برخمن شي.”

ورته مهال د چين د معاصرو نړيوالو اړيکو د مطالعاتو انسټېټيوټ (CICIR) مشر جي ژي Ji Zhiye وويل، دا دوى لپاره يو منطقي دليل ورکوي، چې د افغانستان له کورني وضعيت څخه د ژورتيا په درک سره د بهرنيو چارو وزارت د سټراټيژيکو مطالعاتو له برخې سره د همکاريو پراختيا ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه: “افغانستان ته زموږ له سفر موخه د دغه هېواد له پوهانو، د نظر له خاوندانو، متخصصينو او د حکومت له چارواکو سره د نظرونو اخيستل دي، چې د هغو بدلونونو په اړه چې په افغانستان کې رامنځته شوي، خپلې څېړنې وکړو او د خپلو څېړنو پايلې له حکومت سره شريکې کړو، څو له مخې يې د دواړو هېوادونو تر منځ پراخه اړيکې او همکارۍ تر سره شي.”

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.