فيض اباد (پژواک، ٢٥ کب ٩٣):د بدخشان د درايم ځينو خلکو د دې ولسوالۍ ولسوال د بيارغونې په پروژو کې د پيسو پر اخيستو تورن کړ، خو ولسوال بيا د هغوى دغه تور ردوي.
د درايم ولسوال عبدالرووف فهيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ده په همکارۍ ٢٦٠ پروژې، چې ګټه يې سلګونه زره کسانو ته رسېږي بشپړې شوې دي.
نوموړي پژواک ته وويل چې څه پر باندې سل کيلومتره سړک د جعل اچولو، ترميم او د پلونو او پلګوټو د جوړولو پروژې دي چې همدا سږ کال د کلو بيارغونې او پراختيا وزارت په ٣٠٠ ميليون افغانيو بوديجې سره د ملي پيوستون پروګرام تر نوم لاندې ګټې ته سپارل شوې دي.
هغه زياته کړه چې په ټولنيز ډول د دې ولسوالۍ خلک چې شمېر يې شاوخوا ٤٠ زره کېږي، له دغو پروژو ګټه اخلي.
ياده ولسوالي په کوز او بر درايم وېشل شوې، خو د کوز درايم خلکو له ولسواله شکايت کړى او هغه يې د بيا رغونې په پروژو کې د پيسو په پټولو او لوټلو تورن کړى دى.
د دې ساحې خلک دې ولسوالۍ ته د ولايت له مرکزه د خلکو د ستونزو د اورېدو او حکومتولۍ د څېړنې په موخه د تللي پلاوي مخې ته ودرېدل او ولسوال ته يې د خاين خطاب وکړ.د عبدالقدير په نوم يوه ځايي مشر وويل چې ولسوال د نښلوونکو پروژو لپاره د خوړو نړيوال سازمان WFP مرستې، د خوراکي توکو په بدل کې د کار پروګرام تر نامه لاندې په خپل جېب کې اچولې دي.
هغه ادعا وکړه چې ولسوال د دغه سازمان ١٢ کاماز موټر غنم د پاس درايم سيمه کې په خپلو خپلوانو وېشلي او د کوز درايم د خلکو په حق کې يې ظلم کړى دى.
دغه مخور وويل: ((موږ دا ولسوال نه غواړو، بايد له دندې ګوښه شي.))
خو د بخشان مرستيال والي ګل محمد بيدار چې د ملي امنيت، عامې روغتيا او کرنې له رييسانو سره دې ولسوالۍ ته تللى و، وايي چې د موضوع د روښانولو لپاره سيمې ته د کارپوهانو يو پلاوى استوي او د پيسو په غلا کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته وسپاري.
خو د درايم ولسوال دا تور ردوي او وايي چې د بيا رغونې په پروژه کې د موثر رول تر څنګ يې ځايي وسله وال د ځايي مخورو په وسيله وسلې اېښودو ته هڅولي او سل کسه يې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي او اوس درايم د بدخشان له امنو ولسواليو ده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن