پل علم (پژواک ٢٥ کب ٩٣): د لوګر د پاڅونوالو پر مشر د دې ولايت په مرکز پل علم کې وسله وال بريد شوى، خو دى ترې روغ وتلى دى.
د لوګر د پاڅونوالو مشر فرهاد اکبري، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ماښام شاوخوا شپږ بجې د پل علم په لومړۍ څلورلاره (شهيدانو چوک) کې په خپل موټر کې روان و، چې د يو تن له لوري پرې ډزې وشوې.
دى وايي: “په موټر کې سپور وم، ناڅاپه يو تن چې پلى و او په پټو کې يې ځان تاو کړى و، پر ما د کلاشينکوف ډزې وکړې؛ خو دا چې زما موټر مرمۍ ضد و، نو زيان راته وانه وښت، خو موټر مې لږ زيانمن شو.”
نوموړي د سيمې له پوليسو سر وټکاوه، چې د پېښې پرمهال يې سيمې ته ځانونه راونه رسول، چې له امله يې بريدکوونکى وتښتېد.
د لوګر د سرپرست والي وياند دين محمد دروېش د يادې پېښې پخلى کوي او وايي، چې وسله وال کس په تېښته بريالى شوى او پوليس هڅه کوي، چې ويې نيسي.
د پاڅوانوالو مشر اکبري له درې کلونو راهيسې په لوګر کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې فعاليت کوي او شاوخوا ٢٠٠ کسان لري.
پر نوموړي دا پنځم ځل دى، چې د وسله والو له لوري پرې د ماين چاودنې او مخامخ بريدونه کېږي، چې په يوه پېښه کې يې د کورنۍ درې غړي هم وژل شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن