ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې ټاکنې ښايي وځنډېږي

د ولسي جرګې ټاکنې ښايي وځنډېږي

author avatar
16 Mar 2015 - 16:21
د ولسي جرګې ټاکنې ښايي وځنډېږي
author avatar
16 Mar 2015 - 16:21

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٣): د ولسي جرګې دويم مرستيال وايي، تر هغه چې حکومت د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره اړين اقدامات ونه کړي، اوسنۍ ولسي جرګه خپل کار ته دوام ورکوي.

د ولسي جرګې ځينې نور غړي وايي که حکومتي چارواکي له ژمنو سره سم په ټاکنيز نظام کې اړين اصلاحات رانه ولي، په راتلونکوټاکنو کې به د خلکو ونډه ډېره کمه وي.

د ولسمشر او د حکومت د اجرائيه مشر تر منځ د سياسي هوکړه ليک پر بنسټ، ټاکل شوې چې د ټاکنيزو اصلاحاتو لپاره يو کمېسيون رامنځته شي، خو د نږدې شپږو مياشتو په تېرېدو سره تر اوسه دغه کمېسيون نه دى جوړ شوى.

د ولسي جرګې دويم مرستيال نذيراحمد احمدزي د ملي شورا په انګړ کې خبريالانو ته وويل، ولسي جرګه پر حکومت غږ کوي چې هر څو ژر د ټاکنو سيستم اصلاح کړي.

دى وايي، که د ټاکنيز نظام د اصلاح لپاره اړين اقدامات ونه شي، افغانستان به په راتلونکي کې د رڼو ټاکنو شاهد نه وي او په ټاکنو کې به د خلکو د ګډون کچه هم کمه وي.

د احمدزي په وينا، تر هغه چې حکومت د رڼو ټاکنو ترسره کېدو ته زمينه نه وي برابره کړې اوسنۍ ولسي جرګه به خپل کار ته دوام ورکوي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې له ټاکلې نېټې وروسته د اوسنۍ ولسي جرګې د کار دوام د اساسي قانون خلاف دى، وويل: “يواځې ولسي جرګه ده چې د خلکو غږ اوري او حکومت ته يې رسوي، زموږ دولتي سيستم تر اوسه په هغې کچه کې نه دى چې د ولس غږ واوري، نو ولسي جرګه مجبوره ده تر څو پورې چې انتخاباتو ته لار نه وي اماده شوې، واقعاً شفاف انتخابات ونه شي، تر هغو پورې موږ خپلو وظيفو ته انجام ورکوو.”

د اساسي قانون په ٨٣ مه ماده کې راغلي: “د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د انتخاباتو د نتيجو له اعلان وروسته پاى ته رسېږي او نوې شورا په کار پيل کوي.

د دې مادې له مخې، د ولسي جرګې د دورې تر پاى ته رسېدو مخکې له دېرشو تر شپېتو ورځو پورې موده کې بايد د ولسي جرګې ټاکنې وشي.

اوس د ولسي جرګې د شپاړلسمې تقنيني دورې پنځم او وروستى کال دى، نو ځکه خو د يادې مادى  له مخې، بايد د ولسي جرګې ټاکنې غويي او يا غبرګولي مياشتو کې ترسره شي.

د ولسي جرګې يو بل غړي چې نه غواړي نوم يې څرګندشي، هم پژواک ته وويل چې د ولسي جرګې ټاکنې پر خپل وخت نه ترسره کېږي.

د ده په وينا، حکومتي چارواکو د ولسي جرګې غړو ته ويلي چې د ولسي جرګې ټاکنې کېداى شي شپږ مياشتې وځنډول شي.

د هغه د څرګندونو له مخې، حکومتي چارواکو ويلي چې د ټاکنو له ځنډېدو سره د اوسنۍ ولسي جرګې د کار په غځېدو سره به د جرګې غړي له نيوکو سره مخ وي، خو جرګه بايد خپل کار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني پژواک ته ويلي چې د مالي امکاناتو د نه شتون له امله د ولسي جرګې ټاکنې پر خپل وخت نه شي ترسره کېداى.

نورستاني دا هم ويلي وو چې حکومت د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پياوړې اراده نه لري.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې پر ټاکنيزو اصلاحاتو بحثونه وشول.

په ياده جرګه کې د کندهار استازې شکيبا هاشمي وويل چې حکومتي چارواکي بايد هر څه ژر د ټاکنو په پروسه کې اصلاحات رامنځته کړي، تر څو خلک پر دغې ملي پروسې باور وکړي.

د هغې په وينا، که چېرې د ټاکنو په پروسه کې اصلاحات رامنځته نه شي د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې به د خلکو د ګډون پيکه وي.

دغه راز هاشمي ټينګار وکړ چې د راتلونکو ټاکنو د امنيت د نيولو لپاره بايد سر له اوسه تدابير ونيول شي.

هغې زياته کړه: “د رڼو ټاکنو لپاره امنيت هم ډېر مهم دى، که چېرې دغه امنيت ونه نيول شي په تېرو ټاکنو کې خو طالبانو له خلکو ګوتې پرې کړې، په دې ځل کې به داعش د خلکو سرونه پرې کړي.”

دغه راز په ياده جرګه کې د هرات استازي غلام فاروق مجروح وويل، تېرو ټاکنو وښوده چې افغانستان په اوسني ټاکنيز نظام سره نه شي کولاى، رڼې ټاکنې ترسره کړي.

دى هم وايي چې حکومتي چارواکي بايد له خپلو ژمنو سره سم ټاکنيز نظام اصلاح کړي، تر څو خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي.

هغه زياته کړه: “په هرځاى کې چې ستونزه پيدا کېږي هغه بايد اصلاح شي، خو ما تر اوسه د افغانستان په حکومت کې د ټاکنيزو اصلاحاتو لپاره پياوړې اراده نه ده ليدلې.”

د ده په وينا، حکومت بايد د ټاکنو په سيستم کې اصلاحات رامنځته کړي؛ ځکه د کسانو په لرې کولو سره دغه پروسه نه اصلاح کېږي.

دى وايي چې د دغه کار لپاره بايد د مکافاتو او مجازاتو اصل په پام کې ونيول شي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي عبدالقادر ځاځى هم ورته نظر لري او وايي چې حکومت غواړي په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د اصلاحاتو تر نامه لاندې خپل کسان پر ځاى کړي.

هغه زياته کړه: “که ولسمشر او اجرائيه رييس د ټاکنو کمېسيون او شکايتونو کمېسيون غړي په خپل منځ کې پنځوس، پنځوس فيصده ووېشي نو دې ته خو بيا موږ اصلاح نه شو ويلى او که دا کار وشي نو په ټاکنو کې به هغه کسان کاميابېږي چې په يوې ډلې پورې تړلې وي.”

ځاځي د ټاکنو په سيستم کې د اصلاحاتو راوستو تر څنګ، پر خپل وخت د ولسي جرګې د ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.