غزني (پژواک، ٢٥ کب ٩٣): د غزني چارواکي وايي، په اندړو ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر د يوې چاودنې له امله دوه ښځې وژل شوې او د يوه نوي زېږېدلي ماشوم په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه تېره شپه شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوه ، کله چې د يوې کورنۍ غړي له خپل نوي زېږېدلي ماشوم سره د اندړو له روغتون څخه خپل کور ته پر لاره وو.
ننګ وويل چې چاودنه د اندړو ولسوالۍ په ګنډير سيمه کې رامنځته شوې او په ترڅ کې يې د ماشوم د مور په ګډون دوه ښځې وژل شوې او ماشوم له درېيو نورو کسانو سره ټپي شوى دى.
هغه وويل چې ياد ماين د وسله والو طالبانو له خوا خښ شوى و.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ګنډير سيمې يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې چاودنه تېره شپه د ملکي خلکو پر تونس موټر شوې چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن