ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
16 Mar 2015 - 15:40
هلمند کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
16 Mar 2015 - 15:40

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ کب ۹۳): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د لښکرګاه اړوند د ګودر او پنجاو کلا سيمو کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې ٦٣ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي چې تېره ورځ لسګونه طالبانو د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې بريدګرو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

ملاخېل وايي چې په يو ساعته جګړه کې ٢٦ طالبان وژل شوي او د ډېرو مړي يې په سيمه کې پراته دي.

امنيه قوماندان وايي چې ٣٧ نور طالبان ټپيان شوي او شپږ نور د امنيتي ځواکونو له خوا ژوندي نيول شوي دي.

د ملاخېل په وينا چې اته ميله وسله، دوه موټر بمونه او دوه موټرسايکلونه هم امنيتي ځواکونو ضبط کړي دي.

امنيه قوماندان وايي چې په جګړه کې يواځې درې پوليس برسېرن ټپيان شوي دي.

نبي جان ملاخېل چې په تريخ ناور سيمه کې يې  له خبريالانو سره خبرې کولې وويل چې اوسمهال په سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا تصفيوي عمليات روان دي.

دا سيمه چې هلمند د طالبانو تر ټولو مهم مرکز بلل کېده، څو ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو ونيوله.

امنيه قوماندان وايي چې اوسمهال په سيمه کې د خښ شوو ماينونو شنډول پيل شوي او وروسته به په سيمه کې کرل شوي کوکنار هم واړول شي.

هغه وويل چې په تريخ ناور کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې تېره شپه ١٢ ميله سپکې او درنې وسلې، زرګونه مرمۍ او چاودېدونکي توکي امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

نوموړي وويل چې تېره شپه هم په تريخ ناور سيمه کې دوه ښځې د ماين په چاودنه کې ووژل شوې.

دا ښځې د جګړې له امله د کورنۍ له نورو غړو سره بېځايه شوې وې او اوسمهال بېرته خپلې سيمې ته تللې وې.

امنيه قوماندان وايي چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي سيمه له ماينونو پاک کړي تر څو د ملکي تلفاتو مخه ونيول شي.

هغه وويل چې د دولت مخالفينو د خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړ او ماينونه يې په کې ځاى پر ځاى کړي وو.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال غلام نبي قاطع په تريخ  ناور سيمه کې پژواک ته وويل چې د سيمې تر بشپړ چاڼ وروسته به دلته د امنيتي ځواکونو پوستې جوړې شي تر څو د طالبانو د بيا راتګ مخه ونيول شي.

تريخ ناور د طالبانو مرکز و او له تېرو اتو کلونو په کې د دولت واک نه وو. د دوى په خبره ان ټول هلمند له تريخ ناور او کلاسنګ سيمو ناامنه وي چې يوه سيمه اوس هم د طالبانو په ولکه کې ده.

تريخ ناور د لښکرګاه د لوېديځ په ١٠ کيلومترۍ کې پرته سيمه ده چې شمال ته يې نادعلي، سوېل ته ناوه او لوېديځ ته مارجه ولسوالۍ پرتې دي.

د سرحدي پوليسو د ۶۰۴ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمود محمود وويل، که څه هم د دوی دنده د سرحدونو ساتل دي، خو د ذوالفقار عملياتو پر مهال يې تريخ  ناور کې د طالبانو پر وړاندې جګړه د دې لامل شوه چې هغوى ووژل شي او يا هم سيمه پرېږدي.

محمود وايي چې له پلان سره سم به د تريخ ناور د عمومي لارې د جوړولو چارې هم پيل شي چې دا به د امنيت له ټينګښت سره مرسته وکړي.

که څه هم امنيتي ځواکونه د ذوالفقار په روانو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره معلومات نه ورکوي، خو وايي چې د مخالفينو د تلفاتو په پرتله د دوى تلفات په نشت حساب دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره شپه د سنګين په ساروان کلا او د نوزاد په سورکاڼو سيمو کې د ماين په چاودنو کې ١٢ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.