کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٣) : ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني د امريکا له سفر وروسته راتلونکې مياشت هندوستان ته سفر وکړي.
هندي رسنيو د کب په ٢٥مه خبر ورکړى چې افغان ولسمشر محمداشرف غني به د راتلونکې اپرېل مياشتې په لومړيو کې ډيلي ته سفر وکړي.
يادې رسنۍ د لوړ پوړو هندي چارواکو په حواله ويلي چې افغان پلاوى به له لومړي وزير نريندرا مودي، ولسمشر پرناب مکرجي او نورو چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اشرف غني تر اوسه هند ته سفر نه دى کړى، خو د هند له لومړي وزير نريندرا مودي سره يې په نيپال کې د سارک د سرمشريزې غونډې پر مهال ليدلي وو.
سرچينې زياته کړې چې د يادې ليدنې پر مهال د هند لومړي وزير ولسمشر اشرف غني ته د نوي ډيلي سفر بلنه ورکړې وه.
په راپور کې راغلي چې له ولسمشر غني سره به په دغه سفر کې د هغه لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم او د اجرائيه رياست لومړى مرستيال انجنير محمد خان هم ملتيا وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله په يوه کنفرانس کې د ګډون په موخه نوي ډيلي ته تللى و او په کنفرانس کې د ګډون تر څنګ د هندوستان د ولسمشر له مرستيال سره يې هم ليدلي دي.
د يادونې ده، ولسمشر يو سفر پاکستان ته درلود او تر ياد سفر وروسته د کابل او اسلام اباد اړيکې ښې شوې دي.
خو اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله په نوي ډيلي کې د خبرو پر مهال ويلي وو چې هندوستان د افغانستان نږدې ملګرى هېواد دى.
ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني راتلونکې اوونۍ د امريکا او کاناډا په سفر روان شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن