ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د امريکا په ګډون ١٦زره بهرني سرتېري مېشت دي

author avatar
16 Mar 2015 - 12:43
author avatar
16 Mar 2015 - 12:43

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٣): په افغانستان کې د ناټو د روزنې په نوي ماموريت کې د امريکا په ګډون د ٤٠ هېوادونو څه باندې ١٣زره سرتېري مېشت دي.

د دې تر څنګ د امريکا ٣زره ١٦١ نور ځانګړي ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په عملياتو کې د برخې اخيستو لپاره په افغانستان کې مېشت دي.

د ٢٠١٤ کال په وروستيو کې افغانستان له امريکا او ناټو سره امنيتي تړونونه لاسليک کړل، چې له مخې يې ناټو د روزنې، همکارۍ او مشورې نوى ماموريت په افغانستان کې پيل کړ.

له امريکا سره د امنيتي تړون له مخې به دغه هېواد په افغانستان کې يو شمېر پوځي اډې ولري او د ترهګرۍ پر ضد به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

په کابل کې د ناټو د (پرېکنده ملاتړ) په نوم د روزنې د نوي ماموريت مطبوعاتي دفتر د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ٤٠ هېوادونو په نوي ماموريت کې برخه اخيستې ده.

سرچينې زياته کړې، دا ټول هغه هېوادونه دي چې د ناټو په پخواني جګړه ييز ماموريت (ايساف) کې يې هم ونډه درلوده.

د ناټو د نوي ماموريت سرچينې وايي چې په نوي ماموريت کې دمګړۍ ټول ١٣١٩٥ سرتېري لري چې ډېرى برخه يې امريکايي ځواکونه تشکيلوي.

مطبوعاتي دفتر وويل چې په دغه ماموريت کې امريکا ٦٨٣٩، جورجيا ٨٨٥، جرمني ٨٥٠، رومانيا ٦٥٠، ترکيه ٥٠٣، ايټاليا ٥٠٠، برېتانيا ٤٧٠، اسټراليا ٤٠٠، د چيک جمهوريت ٢٢٢ سرتېري لري.

د سرچينې په وينا، دغه راز، المانيا، رومانيا، اطريش، اذربايجان، بلجيم، بوسنيا، بلغاريا، کروشيا، ډنمارک، استونيا، فنلينډ هنګري، يونان، ايسلينډ، ايرلينډ، ليتويا، لېتوانيا، لوګزمبورګ، مونټينيګرو، منګوليا، هالينډ، نيوزيلينډ، ناروى، پولينډ، پرتګال، رومانيا، سلواکيا، سلوانيا، سويډن، هسپانيا، مقدونيه او اکراين هم په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموريت په چوکاټ کې سرتېري لري.

بلخوا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې دوى په افغانستان کې دمګړۍ لس زره سرتېري لري چې ٦٨٣٩ يې د ناټو د روزنې په ماموريت او پاتې ٣١٦١ يې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې برخه اخلي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا امريکايي ځواکونه د بې پيلوټه الوتکو له بريدونو پرته په ځمکنيو عملياتو کې هم برخه اخلي؟ سرچينې وويل چې د دوى د ترهګرۍ پر ضد ځواکونه حالاتو ته په کتو په دې اړه پرېکړه کوي.

خو سرچينې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د  عملياتو پر مهال افغان ځواکونو له امريکايي ځواکونو مرسته وغواړي، نو امريکايان يې مرستې ته ورځي؟ د امريکايي ځواکونو يادې مطبوعاتي سرچينې وويل: ((ځمکنيو حالاتو او امنيتي تړونونو ته په کتو سره په دې اړه تصميم نيول کېږي.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.