ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” څلوېښتو کلونو کې مې شل زره نيالګي د خپلو بچيانو په څېر ساتلي “

” څلوېښتو کلونو کې مې شل زره نيالګي د خپلو بچيانو په څېر ساتلي “

author avatar
16 Mar 2015 - 18:38
” څلوېښتو کلونو کې مې شل زره نيالګي د خپلو بچيانو په څېر ساتلي “
author avatar
16 Mar 2015 - 18:38

پلخمري (پژواک ٢٥ کب ٩٣): د بغلان ولايت يوه اوسېدونکي، د دغه ولايت په څو ولسواليو کې د خپلې مزدورۍ په پيسو ٢٠ زره ميوه لرونکي او بې ميوې نيالګي ايښي چې خلک يې سيوري ته کيني او دغه راز يې ميوه هم په وړيا ډول تر لاسه کوي.

صفي الله چې په ملنګ مشهور دى، د بغلان ولايت د بنو ولسوالۍ اوسېدونکى دى او وايي چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې يې د چينو، تپو او سړکونو په څنډو کې ډېر نيالګي ايښي دي.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بنو ولسوالۍ په باجګه کلي کې يې د مڼو  ٢٥ نيالګي کېنولي، چې خلک يې له تېرو څلورو کلونو راهيسې له ميوې هم ګټه اخلي.

 دغه راز يې د خنجان ولسوالۍ په بازار کې يو بڼ چې د مڼو، شفتالو او ناکو ٨٥ ونې لري، جوړ کړى چې خلک له تېرو ٨ کلونو راهيسې په وړيا توګه ترې مېوه تر لاسه کوي.

 ملنګ وايي، چې په ټوله کې يې له تېرو ٢٠ کلونو راهيسې په بېلابېلو سيمو کې ٢٠ زره نيالګي ايښي دي. دغه ونې يې ډېرى بې ميوې لکه د بيد، عکاسي، ناجو او صبر ونې دي چې په ده صلاح او پل حصار ولسواليو کې يې هم ايښې دي.

 

هغه زياته کړه چې په دغه موده کې يې له بڼوالو سره کار کاوه، چې د مزدورۍ په پيسو يې نيالګي اخيستي او بيا يې په داسې ځايونو کې چې اوبو ورته ورسيږي، کېنولي دي. کله به چې بڼوالو ورته نيالګي نه ورکول او يا به يې نه درلودل نو له هغوى څخه به يې د مزدورۍ پيسې تر لاسه کولې او په هغو به يې نيالګي پېرل او له هغه وروسته به يې کېنول.

 هغه وويل: ” ما دغه خدمت له وطن او زرغونتيا سره د مينې له کبله چې چاپېريال مو تازه وي او ثواب تر لاسه کړم ، خلک راته دوعا وکړي او له ما څخه يوه نښانه پاتې شي، تر سره کړى دى.”

 ملنګ زياته کړه، چې دغه نيالګي يې د خپلو اولادونو په څېر پاللي، له خلکو غواړي چې په ساتلو کې يې ډېر پام وکړي.

 هغه دغه راز په بنو، خنجان او دوشي ولسواليو کې ٢٧ څاه ګانې هم کيندلې چې خلک يې له اوبو ګټه اخلي.

 ملنګ چې اوسمهال ٦٢ کاله عمر لري، وويل چې د کورنۍ له جوړولو سره يې لېوالتيا نه درلوده او غوښتل يې چې حج وکړي، خو عالمانو ويل چې لومړى بايد واده وکړي چې اوسمهال يې له يوې ٥٧ کلنې کونډې سره واده کړى دى.

 هغه زياته کړه: ” اوس د بنو ولسوالۍ په يوه جومات کې موذن يم ، له دې وړاندې به په يوه جومات کې ويده کېدم او د ورځې له خوا به مې کار کاوه.”

 

د بنو ولسوالۍ د خوش کلي يوه بڼوال ملا جان محمد وويل، چې صفي الله په يوه تپه کې ٤٥ مېوه لرونکي او بې ميوې نيالګي کېنولي ، ترڅنګ يې ورته يوه څاه هم کيندلې ده، چې دغه وچه تپه يې اوس په يوې زرغونې تپې او پر تفريحي ځاى بدله کړې چې خلک يې له سيوري او ميوو څخه په پسرلي او اوړي کې چې ډېر يې شفتالو دي، ګټه اخلي.

 هغه وويل، چې ملنګ په خلکو کې ډېر محبوبيت لري، له چا څه نه غواړي او همېشه د نيالګيو کېنولو او زرغونتيا فکر ورسره دى.

 د بغلان د چاپېريال ساتنې مشر نورالله اميني وويل، چې دغه کار د چاپېريال ساتنې او خلکو ته د خدمت لپاره يو لوى خدمت دى او د صفي الله ملنګ د کارونو ستاينه کوي.

 هغه زياته کړه: ” هليه من يو چې نور کسان هم د ملنګ په څېر کارونه وکړي او د هغه دغه کارونه د يوې نمونې په توګه تر سره کړي، څو هېواد  مو زرغون او خلک د چاپېريال له ککړتيا په امان کې شي.”

 دا په داسې حال کې ده، چې د پلخمري-مزارشريف لويې لارې په اوږدو کې د نيالګيو کېنولو لړۍ پيل شوې ده.

 د پلخمري ښاروال سفرمحمد سفر وايي، چې د سړک ګلدانونو کې به د ناجو له زرو څخه ډېر نيالګي کېنوي، چې موخه يې د يادې لويې لارې زرغونتيا او ښکلا ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.