کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٣): د کورنيو چارو وزارت د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د قتل، انسان تښتونې، غلا او د نشه يي توکو د قاچاق په تور د ١٥ کسانو له نيولو خبر ورکړى دى.
د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ١٥ کسان يې د تېرو ٢٤ ساعتونو په ترڅ کې نيولي دي.
سرچينې ليکلي چې له دغو کسانو يې دوه تنه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د قتل په تور، دغه راز دوه نور يې د سړي تښتونې په تور له يوه کلاشينکوف سره يو ځاى د کابل ښار د دولسمې امنيتي حوزې په اړوند سيمه کې، ٥ کسان يې د موټرو او د نمبر پلېټونو د غلا کولو په تور له لسمې او ديارلسمې حوزو او دوه نور يې په پغمان ولسوالۍ کې له کورونو څخه د غلا په تورن نيولي دي.
دغه راز په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د کابل د نړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو هم څلور کسان له هېواده د يوه کيلوګرام هيرويينو د قاچاق په تور، نيولي دي.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان اوسمهال د پوليسو تر څېړنې لاندې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن