ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديارلسو وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

ديارلسو وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Mar 2015 - 15:31
ديارلسو وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Mar 2015 - 15:31

کلات- جلال اباد (پژواک، ٢٦ کب ٩٣): د زابل او ننګرهار ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ديارلسو وسله والو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو تېره ورځ د ولايت د مرکز کلات اړوند د اومکي باوړيو په سيمه کې عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو پر مهال له وسله والو سره په نښته کې پنځه وسله وال  وژل شوي دي.

د روغ لېوني په وينا، په عملياتو کې پوليسو پنځه ميله وسلې او نور مهمات هم ترلاسه کړي او د وسله والو مړي يې ملکي روغتون ته لېږدولي دي.

امنيه قوماندان دغه راز وويل چې په سيوري ولسوالۍ کې هم د نښتې پر مهال يو وسله وال وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

دى وايي چې په دغو عملياتو کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا وسله والو طالبانو د کلات ښار په عملياتو کې د خپلو دوو کسانو وژل کېدل مني او وياند يې قاري يوسف احمدي وايي چې په دې جګړه کې يې څلور پوليس وژلي دي.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې پر يوه ملکي موټر چاودنه شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل چې دا چاودنه د بهسود ولسوالۍ د دامان په سيمه کې پر يوه سرف موټر شوې چې له امله يې څلور تنه ژوبل شوي دي.

دى وايي، ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.