ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د الکوزي شرکتونو ګروپ په کابل کې ٣٤٨ ميليونه ډالره پانګونه کوي 

د الکوزي شرکتونو ګروپ په کابل کې ٣٤٨ ميليونه ډالره پانګونه کوي 

author avatar
17 Mar 2015 - 18:20
د الکوزي شرکتونو ګروپ په کابل کې ٣٤٨ ميليونه ډالره پانګونه کوي 
author avatar
17 Mar 2015 - 18:20

 کابل(پژواک، ٢٦ کب ٩٣): د پانګونو د ملاتړ عالي کمېسيون په کابل کې د الکوزي شرکتونو ګروپ هغه وړانديز تاييد کړ چې په کابل کې يې د٣٤٨ ميليون ډالرو پانګونې لپاره د ١٤٤ جرېبه ځمکې غوښتنه کړې ده.

د پانګونې او سوداګرۍ دغه ګروپ له بېلابېلو افغاني شرکتونو څخه جوړ شوى دى.

 د پانګونې د ملاتړ ادارې(ايسا) وياند روح الله احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل ، د الکوزي شرکتونو ګروپ غواړي چې په کابل کې د مکروني، کاغذي دستمال، بسکېټ، چپس، کارټن او چاپ په برخو کې پانګونه وکړي.

هغه زياته کړه چې ددې فابريکو په فعالېدو سره به څه باندې دوو زرو تنو ته مستقيم  او لس زره نورو  کسانو ته په غير مستقيمه بڼه د کار زمينه مساعده شي.

 د نوموړي په خبره ياد شوي ګروپ له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې ددې پلان د عملي کولو لپاره دې ١٤٤ جريبه ځمکه ورکړل شي.

احمدزي وويل چې د پانګونې عالي کمېسيون د خپلې تېرې ورځې په ناسته کې دغه پانګونه وستايله او د ګروپ له خوا شوى وړانديز يې په اصولو کې قبول کړ.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سوداګرۍ وزير ددې کمېسيون په سر کې ځاى لري او د ارګ اقتصادي سلاکار، د کانونو او صنايعو وزير، د ايسا ادارې عمومي مشر، د اقتصاد، کرنې او ښار جوړونې وزارتونو مرستيالان، د هوايي چلند خپلواکې ادارې مرستيال، د سوداګرۍ خونې او صنايعو خونې عامل رييس او د صنعتکارانو د ټولنې مرستيال ددې کمېسيون غړيتوب لري.

د احمدزي په خبره، ياد شوي کمېسيون ايسا ادارې ته دنده سپارلې چې د اړونده ادارو په همغږۍ او په دې اړه د مسلکي ليد لوري له وړاندې کولو وروسته  د لکوزي شرکتونو ګروپ وړانديز د کابينې په ناسته کې منظورۍ ته وړاندې کړي.

 نوموړي زياته کړه چې ايسا اداره به ډېر ژر دغه وړانديز د وزيرانو شورا د تاييد لپاره کابينې ته وسپاري.

اوسمهال د لکوزي شرکتونو ګروپ په کابل کې د نوشابو د توليد، په دبۍ کې د چاى او کاغذي دستمالونو په توليد او ترکيه کې د غوړو د توليد په برخه کې فعاليت لري.

د ايسا ادارې په خبره، په تېرو ١٣ کلونو کې د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې ١١ ميليارده امريکايي ډالر پانګونه شوې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.