ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوناما افغان ماموريت د يو بل کال لپاره وغځېد

د يوناما افغان ماموريت د يو بل کال لپاره وغځېد

author avatar
17 Mar 2015 - 11:39
د يوناما افغان ماموريت د يو بل کال لپاره وغځېد
author avatar
17 Mar 2015 - 11:39

کابل (پژواک، ٢٦  کب ٩٣): د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د يوناما ماموريت د يو بل کال لپاره وغځاوه.

امنيت شورا دغه پرېکړه تېره ورځ په نيويارک کې د افغانستان په اړه د ځانګړې غونډې پر مهال وکړه.

په دې غونډه کې چې د افغانستان پر وخت تېره شپه ترسره شوه، د امنيت شورا ١٥ غړو په يو اتفاق سره د يوناما ماموريت د ٢٠١٦ کال تر مارچ مياشتې پورې تمديد کړ.

د ملګرو ملتونو له مطبوعاتي دفتره د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې يوناما به په افغانستان کې په ملکي او نړيواله کچه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

امنيت شورا يو ځل بيا په ټينګار سره وويل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى دفتر (يوناما) به د افغان دولتي ارګانونو په پياوړي کولو، د قانون په پلي کولو، د نشه يي توکو په مخنيوي، د بشري حقونو او بشري مرستو په برخه کې خپل فعاليت ته ادامه ورکوي.

په ياده غونډه کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ټول کارونه و ارزول شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي ظاهر طنين د امنيت شورا ياده پرېکړه وستايله چې په افغانستان کې يې خپل ماموريت وغځاوه.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان حکومت به له ملګرو ملتونو په ګډه د همکاريو او ګډ کار يوه نوې لړۍ پيلوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى او د يوناما مشر نيکولاس هيسم د امنيت شورا يادې غونډې ته د افغانستان د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت رامنځته کېدل او د سولې په اړه وروستۍ پيل شوې هلې ځلې وستايلې.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.