ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانکور پايلې اعلان شوې

د کانکور پايلې اعلان شوې

author avatar
17 Mar 2015 - 19:04
د کانکور پايلې اعلان شوې
author avatar
17 Mar 2015 - 19:04

کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٣): د کانکور ازموينې پايلې ښيي، چې شاوخوا ٥٥زره تنه د لوړو زده کړو او کابو ٣٧زره نورو د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته لار موندلې ده.

دا راز چارواکي وايي، چې د دغې ازموينې د ٢١٩زره او ١٤٥ تنو له ګډونوالو څخه، ٢٧٤٢٢ تنه په تخفيف سره د خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته ور پېژندل کېږي.

يادې څرګندونې د لوړو زده کړو سرپرست وزير محمد عثمان بابري، نن په يوه خبري ناسته کې وکړې.

ده وويل، هغه کسان چې په خپلو نومرو قناعت نه لري، کولى شي د راتلونکي کال د وري تر ١٥مې پورې په ولايتونو کې دولتي پوهنتونونو ته د خپلو ستونزو د هواري لپاره مراجعه وکړي.

خو ده د محصلينو د تبديليو په اړه وويل، چې سږکال هېڅ ډول تبديلي نه ترسره کېږي، ځکه انتخاب په خپله د محصلينو په لاس کې وو.

نوموړي د کانکور د ازموينې پرمهال د يو شمېر کسانو له خوا له موبايل او د ټکنالوجۍ له وسايلو څخه ګټه اخيستل د اندېښنې وړ وبلل او زياته يې کړه، چې دې کار يو لړ ستونزې راولاړې کړې وې، چې له امله يې ٧٩٨٥ تنه د نقل کولو پرمهال نيول شوي او د کانکور له ازموينې وېستل شوي دي.

د لوړو زدو کړو سرپرست وزير د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې ځينو زورواکو هڅه کوله، چې په کانکور کې لاسوهنه وکړي.

بابري څرګنده کړه، چې سږکال محمد قاسم د محمد رازق زوى د ٣٥٤ نومرو په اخيستو د کانکور اول نومره شوى، شبيراحمد د نواب شاه زوى په کابل کې د ابراهيم خليل الله د لېسې فارغ دويم نومره او عبدالله د سميع الله زوى له کابل څخه درېيم نومره شوى دى.

هغه زياته کړه، چې محمد قاسم له هېواد څخه بهر زده کړې کړې دي.

هېره دې نه وي، چې تېر کال د کانکور ازموينې د ٢٥٤زرو ګډونوالو له ډلې، ٥٥ زره د لوړو زده کړو موسسو او شاوخوا ٦٠زره نور د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شوي وو.

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.