غزني (پژواک، ٢٦ کب ٩٣): د غزني سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې په زابل کې د ٣١ برمته شوو مسافرو د خوشي کولو لپاره جدي اقدام وکړي.
په غزني کې د ننني لاريون يوه ګډونوال علي رضا رضايي پژواک ته وويل که څه هم حکومت د دغو کسانو د خوشي کولو لپاره هلې ځلې کړې خو په کار ده چې خپلې هڅې ډېرې کړي.
هغه وويل چې نننى لاريون د تښتول شوو مسافرو له کورنيو سره د همدردۍ ښودل دي.
رضايي زياته کړه: “موږ له هېچا سره مخالفت نه لرو، بلکې دا کسان بېګناه دي او بايد راخوشي شي.”
وسله والو، چې ويل کېږي په داعش پورې تړلي، د کب په څلورمه دغه مسافر د کابل—کندهار پر لويه لاره د غزني په شاه جوى ولسوالۍ کې له موټره ښکته کړل او نامعلوم لور ته يې يوړل. لا هم د دوى د تښتولو مسووليت چا نه دى منلى.
يوه بل لاريون کوونکي علي حسين وويل که چېرې حکومت د دغو کسانو د خلاصون لپاره ژر ګام پورته نه کړي، نو لاريونونه به يې دوام ولري او بل ځل به د کابل- کندهار لويه لاره وتړي.
علي حسين زياته کړه: “حکومت توان لري بايد په سيمه کې پراخ عمليات وکړي، له تښتوونکو سره خبرې وکړي، هغوى چې هر څه غواړي بايد د دغو کسانو د خوشي کېدو په بدل کې ورکړل شي.”
لاريون کوونکي د غزني ښار د قره باغ له اډې د ولايت تر مقام پورې لاړل.
په پاى کې لاريون کوونکو پرېکړه ليک هم صادر کړ.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د بې ګناه خلکو تښتول د اسلامي ارزښتونو خلاف کار دى. دوى همداراز له دولته غوښتي چې د تښتول شوو کسانو د خوندي خوشي کولو لپاره ټول اړين ګامونه پورته کړي.
د غزني د مدني ټولنې غړو او سلګونه اوسېدونکو نن د يوه اعتراضي لاريون په لړ کې له حکومته د دغو کسانو د خلاصون غوښتنه وکړه.
که څه هم افغان امنيتي ځواکونو د هغوى د خوشي کولو په موخه د کب په ١٣مه د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې عمليات وکړل چې په لړ کې يې يو شمېر بهرني وسله وال ووژل شول، خو د تښتول شوو کسانو څرک ونه لګېد.
پر دې سربېره د کب په ٢٣مه د غزني د قومي مشرانو يوه ٢٥ کسيزه ډله د دغو کسانو د خلاصون لپاره زابل ته تللې ده، تر څو له تښتوونکو سره سره خبرې وکړي.
د غزني ځينو چارواکو او يو شمېر اوسېدونکو ويلي چې د برمته شوو له ډلې يو شمېر يې د زابل له خاک افغان ولسوالۍ د غزني ناوې، ګيلان او اب بند ولسواليو ته لېږدول شوي، خو لا هم موضوع ګونګه پاتې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن