ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې له تښتول شويو کسانو څلور تنه وژغورل شول

فراه کې له تښتول شويو کسانو څلور تنه وژغورل شول

author avatar
17 Mar 2015 - 19:20
فراه کې له تښتول شويو کسانو څلور تنه وژغورل شول
author avatar
17 Mar 2015 - 19:20

فراه (پژواک،٢٦ کب ٩٣): د ملي اردو ځواکونو يوه سرچينه وايي چې په فراه کې له تښتول شويو پنځو کسانو څخه يې څلور تنه  ژغورلي او يو لا هم له وسله والو طالبانو سره دى.

په فراه کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د دويمې پلې لوا وياند محمدحنيف رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې د فراه د مرکز اړوند په کنسک سيمه کې له يو مسافر وړونکي موټر څخه پنځه تنه ملکي وګړي ښکته کړي او له ځان سره يې بېولي وو.

ده وويل چې دغه کسان له هرات څخه فراه ته راتلل.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو ځواکونو په ياده سيمه کې چاڼيز عمليات وکړل چې په ترڅ کې يې له يادو کسانو څخه څلور تنه وژغورل او يو يې اوس ( له غرمې وروسته پنځه بجې) هم له طالبانو سره دى.

دى وايي چې اوس  په سيمه کې جګړه نشته،خو تلاشۍ لا هم روانې دي.

د هغه په وينا، په دې علمياتو کې شپږ  وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.