ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل د “ټاپي” وزيرانو د ناستې کوربه توب کوي

کابل د “ټاپي” وزيرانو د ناستې کوربه توب کوي

author avatar
17 Mar 2015 - 18:11
کابل د “ټاپي” وزيرانو د ناستې کوربه توب کوي
author avatar
17 Mar 2015 - 18:11

کابل (پژواک،٢٦ کب ٩٣): ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو پورې په کابل کې د “ټاپي” پروژې د څېړنې په موخه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د نفتو وزيرانو او تخنيکي پلاوو په ګډون يوه غونډه ترسره شي.

پاکستان او هندوستان هېوادونو ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګاز د نلليکې غځولو پروژه (ټاپي) د ١٣٨٩ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د ولسمشرانو او د هند د انرژۍ وزير تر منځ لاسليک شوه.

د ټاپي د ګازو نلليکه چې د ترکمنستان هېواد له دولت اباده پيلېږي، د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره واټن وروسته د ٧٣٥ کيلومتره په اوږدوالي د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې تر پاکستان پورې غځېږي او په ياد هېواد کې له ٨٠٠ کيلومتره اوږد واټن وروسته چې د کوېټې له لارې د پنجاب ايالت ته رسېږي؛ د هندوستان هېواد په فاضليکاى سيمه کې پاى ته رسېږي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني وويل، ټاکل شوې د ټاپي پروژې د وزيرانو دغه ٢١مه ناسته سبا (د کب ٢٨مه) په کابل کې ترسره شي.

هغه زياته کړه، په دې ناسته کې چې د بهرنيو چارو وزارت د همکارۍ او انسجام او د کانونو او پټروليم وزارت په مشرتابه ترسره کېږي.

د يادې پروژې په دې ناسته کې د دريو واړو هېوادونو (ترکمنستان، پاکستان او هندوستان) د نفتو چارو وزيران او د يادو هېوادونو تخنيکي لوړپوړو چارواکو پلاوي ګډون وکړي.

مستغني په دې خبري ناسته کې وويل، په پام کې ده چې د وزيرانو له ناستې وړاندې د دغو هېوادونو د تخنيکي لوړپوړو چارواکو پلاوي له يوه بل سره خبرې اترې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې ترکمنستان، د شرکتونو د کنسرسيوم د مشرتابه د نوماندانو له ډلې د توتال په نوم له يو فرانسوي شرکت سره له لومړنيو خبرو وروسته له دغه شرکت سره د لومړي ځل لپاره د اساسي مواردو په اړه يوه پرېکړې ته رسېدلى دى.

هغه وويل چې د ټاپي پروژې د پلې کولو په اړه په ياده موضوع کې له ٢٠٠٥ زېږديز کال راهيسې، د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

مستغني زياته کړه، ترکمنستان پرېکړه کړې چې د ٢٠١٥ کال د مارچ مياشتې تر وروستيو پورې به د توتال له شرکت سره خبرې بشپړوي او دا په داسې حال کې ده چې د نفتو دوه روسي شرکتونو او د چين د ګازو پايپ لاين هم د شرکتونو د کنسرسيوم مشرتابه لپاره لېوالتيا ښودلې ده.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې د ترکمنستان پلاوى به دوى ته د يادو خبرو د پايلو په اړه معلومات ورکړي او په دې ناسته کې د ټاپي لمټېډ شرکت د ونډه لرونکو د هوکړې په اړه او دغه راز د څلورو ونډه لرونکو شرکتونو تر منځ د سوداګريزې راکړې ورکړې د اسانتياو لپاره چې اوسمهال په وروستي پړاو کې دي او په قراردادونو کې د روڼتيا او ډول په اړه هم خبرې اترې وشي.

هغه وويل چې په دېرشو راتلونکو کلونو کې به د دې پروژې د ١٧٠٠ کيلومتره نلليکې په غځولو سره هر کال پاکستان او هندوستان هېوادونو ته ٣٣ مليارده متره مکعب ګاز صادر شي.

تمه کېږي چې هره ورځ له يادې اندازې ٩٠ ميليونه متر مکعب ګاز هندوستان او پاکستان او ١٤ ميليونه متر معکب افغانستان ته صادر شي او ټاکل شوې دغه پروژه په ٢٠١٨ زېږديز کال کې ګټې اخيستو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې پروژه کې ونډه لرونکي هېوادونه په ١٣٨٩ لمريز کال کې د ياد قرارداد له هوکړه ليک وروسته هيله څرګنده کړې وه چې پروژه د څلورو کلونو په ترڅ کې ګټې اخيستو ته وسپارل شي.

د ټاپي پروژې په اړه ٢٠مه ناسته د روان کال د سلواغې مياشتې په ٢٢ مه، د افغانستان د کانونو وزير او د ترکمنستان، پاکستان او هندوستان هېوادونو د نفتو او ګازو وزيرانو تر منځ په اسلام اباد کې ترسره شوه او پرېکړه وشوه چې راتلونکې ناسته به په کابل کې ترسره کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.