ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې لپاره  ستراتيژي جوړه شوې ده”

“د سولې لپاره ستراتيژي جوړه شوې ده”

author avatar
18 Mar 2015 - 16:24
“د سولې لپاره  ستراتيژي جوړه شوې ده”
author avatar
18 Mar 2015 - 16:24

کابل (پژواک٢٧کب٩٣): د افغانستان دولت تر اوسه له وسله والو طالبانو سره په نېغه د سولې خبرې نه دي پيل کړي او نه يې هم د سولې د راوستو لپاره چا ته امتياز منلى خو د سولې لپاره پياوړې ستراتيژي جوړه شوې ده.

دا څرګندونې د سولې د عالي شورا چارواکو او د بهرنيو چارو وزير نن د ولسي جرګې په استجوابيه غونډه وکړې.

په دې وروستيو کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه بېلابېل خبرونه خپاره شوي دي. ولسمشر محمداشرف غني هم په دې تړاو پاکستان، چين او سعودي عربستان ته سفرونه کړي او ويل کيږي چې د طالبانو پلاوي هم چين او پاکستان ته تللي دي.

خو طالبانو په دې تړاو چين او پاکستان د خپلو پلاوو سفرونه رد کړي دي.

ولسي جرګې نن د سولې عالي شورا مرستيال عزيزالله دين محمد،د دې شورا د دارلانشا مشر محمد معصوم ستانکزى،د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د امنيت شورا غړى محمد ابراهيم قاسمي وربللي و، تر څو په دې تړاو معلومات ورکړي.

د جرګې غړيو ويل چې اړوند ارګانونه بايد د سولې په برخه کې د هر ډول پرمختګ په اړه د جرګې غړو ته معلومات ورکړي ، د هغو کسانو مخه ونيسي چې په هېواد کې سوله نه غواړي، د سولې لپاره بايد مشخصه ستراتيژي جوړه کړي تر څو څرګنده شي چې افغانستان  له طالبانو، امريکا او که له پاکستان سره سوله کوي.

د جرګې د غړو په وينا، له هغو کسانو سره بايد سوله وشي چې د افغانستان قوانين مني، د تېرو کلونو لاسته راوړنې له ګواښ سره نه مخ کوي. دغه راز دوى ويل چې افغانستان بايد د پاکستاني چارواکو په څرګندونو  ډير باور ونه کړي او نه هم په دې  برخه کې هيچا ته امتياز ورکړي.

د سولې عالي شورا مرستيال عزيزالله دين محمد وويل چې د سولې د راوستو لپاره بايد ډير شرايط په پام کې ونه نيول شي او دغې پروسې ته بايد د شک په سترګه هم ونه کتل شي؛ ځکه افغانستان د جګړې د پاى ته رسولو لپاره له سولې پرته بل بديل نه لري.

هغه وايي چې افغان حکومتي چارواکو په هېواد کې د سولې راوستو لپاره تر اوسه له وسله والو طالبانو سره نيغ په نيغه خبرې نه دي کړي او په دې برخه کې هيچا ته کوم امتياز هم نه دى منل شوى.

دى وايي که څوک فکر کوي چې افغانستان د سولې په بدل کې د ډيورنډ پر کرښه معامله وکړي، نو ناسم فکر يې کړى دى.

هغه وويل چې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې په اړه هيڅ خبرې نه دي شوي او د ډيورنډ کرښه د افغانستان د سولې پروسې په اجنډا کې شامله نه ده.

دغه راز د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم وويل چې تر اوسه له وسله والو طالبانو سره نيغ په نيغه خبرې نه دي شوي او په دې برخه کې هيچا ته کوم امتياز هم نه دى منل شوى.

هغه زياته کړه : ” د افغانستان لپاره موږ با عزته او موخه ييزه سوله غواړو، په دې پروسه کې د تېرو ١٣کلونو لاسته راوړنو ته جدي پاملرنه کوو او ساتو يې. “

رباني زياتوي چې د سولې پروسې ټولې برخې به رڼې وي او وخت په وخت به يې په اړه ملت ته معلومات ورکول کيږي، ترڅو هر څه هېوادوالو ته روښانه وي.

هغه وايي : “لکه څنګه چې د افغانستان جګړه کورني او بهرني اړخونه لري، سوله يې هم کورني او بهرني اړخونه لري، چې له امله يې په يو يا دوه کلونو کې په ټوليزه توګه د سولې راوستل اسانه کار نه دى. “

د ده په وينا، ټول حکومتي چارواکي په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي، ځکه چې د افغانستان د اوسنيو ستونزو د پاى ته رسولو يواځينۍ لار سوله ده .

د رباني په وينا، افغان چارواکو د سولې د راوستو لپاره سفرونه کړي او د سعودي عربستان، چين، تاجکستان او  ترکيې ترڅنګ  اسلامي او د سيمې هېوادونو هم له دې پروسې ملاتړ کړى دى .

دغه راز د سولې عالي شورا د دارلانشا مشر محمد معصوم ستانکزي وويل چې دغه شورا او حکومت په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره پياوړې اراده لري.

هغه زياته کړه : ” کله نا کله په رسنيو کې د سولې په اړه ناسم راپورونه خپريږي چې د خلکو ذهنونه مغشوش کوي او بيا خلک داسې فکر کوي چې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره کومه معامله شوې ده؛ خو هېڅ ډول معامله نه ده شوې. “

ستانکزى وايي په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره يوه پياوړې ستراتيژي جوړه شوې چې په نږدې راتلونکي کې به د ملي شورا له غړيو سره شريکه شي.

هغه وايي د ددې ستراتيژۍ له مخې سوله کوونکي کسان ټاکل کيږي ، ترڅو د سولې ټول مذاکرات په علني ډول پر مخ بوځي.

ده وويل چې د سولې راوستو لپاره به له ښځو څخه هم يو مشورتي ګروپ جوړ شي او په دې پروسه کې به د افغانستان ملي ګټو ته ډيره پاملرنه کيږي.

هغه زياته کړه : “د سولې د راوستو لپاره بايد موږ ډېره زياته اندېښنه هم ونه کړو، ځکه په ځينو ځايونو کې خلک خطر هم مني او دا هم بايد ووايم چې د سولې په راوستو سره زموږ ټولې ستونزې پاى نه مومي. “

ستانکزي هم وويل چې د هېواد د سولې پروسې په برخه کې ډېرې ستونزې شتون لري چې د لرې کولو لپاره يې بايد ټول يوځاى کار وکړي.

د هغه په وينا، افغانستان بايد د سولې د راوستو په برخه کې د سيمې او نورو هېوادنو ترمنځ تعادل په پام کې ونيسي ترڅو وکولى شي له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکي ولري .

ستانکزي زياته کړه : ” موږ د افغانستان لپاره هغه سوله نه غواړو چې افغانستان په غلامۍ بدل کړي. “

ده له ټولو مشرانو غوښتنه وکړه چې په ټول هېواد کې د سولې د راوستو لپاره ذهنيتونه چمتو کړي ترڅو دغه پروسه بريالۍ پاى ته ورسيږي .

د ملي امنيت شورا استازي محمد ابراهيم قاسمي يواځې دومره وويل هيله من دى چې د سولې پروسه په بريا سره پاى ومومي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير چې نننۍ غونډه يې ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه، وويل چې د سولې په برخه کې د يادو چارواکو څرګندونې دوى ته د منلو وړ دي.

هغه وويل چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره سوله يو اړين امر دى، ولسي جرګه د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د سولې لپاره بايد حکومت پياوړې ستراتيژي جوړه کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.